پر غافلو امتونو د واک چلولو هنر

علي أحمد راصد

د روم خلکو به د حکومت کولو لپاره یوه ډله خلک د مشرانو جرګې ورپېژندل، چې د جرګې غړو به بیاد هیواد د مهمو پرېکړو په اړه د رأیو په اکثریت پرېکړه کوله.

یولیوس قیصر چې د خپلو عسکرو تر منځ منل شوي او بریالی قوماندان و او خپلو سربازانو ته خورا ګران هم و او په دې ډول یې د خپلو دښمنانو پر وړاندې ډېرې بریاوې هم تر لاسه کړیې وې؛ په زړه کې هیله وه چې د خپلو پوځي بریاوو د تقدیر او ستاینو پر مټ د روم د دیکتاور منصب ته ورسېږي، همداسې وشو د مشرانو جرګې غونډه وکړه او هغه یې د روم د دیکتاتور په لقب ونازاوه، وروسته ورته معلومه شوه چې د دیکتاور لقب یواځې اعزازي لقب دی چې دی به د تل لپاره د پوځ یو افسر وي، نه به نظام بدلېږي او نه به دی د روم پاچايي ته ورسېږي.

وروسته یې پرېکړه وکړه او د خپلو سربازانو او دخلکو له مینې نه چې له هغه سره یې لرله په ګټه اخیستنې یې ولسي جرګه کلابنده کړه او د روم واک یې ترلاسه کړ په دې ډول یې ځان د روم یواځنی حاکم اعلان کړ. په خلکو او سربازانو یې له خپلې شخصي پانګې څخه بې دریغه لګښتونه کول، او له خپلو کروندو یې په هغوی غنم ویشل، هغه چې له قدرت پرته یې بل څه نه غوښتل چې اوس یې نو تر لاسه کړی و، تر دې وروسته نه د مال پروا ورتله او نه د بل څه.

ستونزه دا شوه چې ولس په دودیز ډول له خپلو حقونواو مصلحتونو څخه سترګې پټې کړې او یو په بل پسې زورواکو ته تسلیم شول، د روم د امپراتوری د یوه امپراتور (نیرون) په دوره کې یاد هغه له سرو او سپینو بار بېړۍ مصر ته ددې لپاره ولېږلې تر څو له هغه ځایه ځانګړې شږه وپېرې چې هغه بیا د لوبو په هغه میدان کې خوره کړای شي چېرته چې به یې مریان یو تر بله جنګول او یا به یې انسانان له څېره وونکو ځناورو سره جنګه ول، او یا به یې تر ټولو ښایسته جینکۍ څیره وونکو ځناورو ته اچولې، او داسې نورې لوبې.

یادې بېړۍ لا په لاره وې چې په روم کې د لوږې او کاختۍ په وجه پاڅونونه پیل شول، د خوړو لپاره هیڅ ځای غنم نه پیدا کېدل ځکه خو د اعتراض کوونکو له خوا په ښار کې ډېر ورانی وشو.

کله چې بیړی مصر ته ورسېدې او د یادې قافلې سالار په روم کې د وضعیت په اړه خبرشو په مصر کې یې د روم لخوا واکمن څخه سلا مشوره وغوښته چې په قافله کې د شته مالونو په بدل کې د روم لپاره غنم وپېري او که د حاکم حکم پر ځای کړي او شږې ولېږدوي، د مصر حاکم د دومره ستر منصب لرونکي د دا ډول پوښتنې کولو په اړه حیران شو، ځکه چې هغه ته په کار ده څومره ژر چې کېدای شي روم ته شږې ورسوي!

دلته د حیرانتیا خبره داشوه کله چې په شږو باربېړۍ روم ته ورسېدې د لوبو میدانونه پرې ښایسته شول او لوبې پیل شوې، پاڅون کوونکي آرام شول، او خلک د لوبو په ننداره شول او خپله لوږه او کاختي ترې هیره شوه. د روم یوه مشهور ادیب جووینیال وویل خلکو ته ترټولو مهم شی ډوډۍ او سیرک یا سرکس دی تردې چې دلته ډوډۍ لرل هم غیر ضروري ده، هغه څه چې مهم دي هغه د سرکس لوبې دي او بس. ….

د غافلو ملتونو د لا اغفال لپاره لا هم له همدې ستراتیجۍ نه کار اخستل کېږي، دې ولس ته د فوټبال، او کرکټ غونډوسکی په لاس ورکړه، کنسرتونه ورته جوړ کړه، یو څه ډالۍ او وعدې ورکړه بیا دې چې زړه هر ډول حکومت کولغواړي پرې کوه یې.

دیکتاتوري نظامونه د امتونو د اغفالولو لپاره د هغو ټولو وسائلو نه کاراخلي چې په وس کې یې وي خو په اوس وخت کې تر ټولو مهم هغه یې رسنۍ او لوبې دي، دا د دې لپاره چې پربې وزله او نا مثقفه طبقه یې واک ټینګ او تل پاتې وي، دوستي یې خوندي وي، او استغفال شوی ملت خپل ځواک بې ځایه وکاروي.

یواځې دوه ساعته کافی دي چې سړی د تلویزون مخې ته کښیني او دهغو برنامو ننداره وکړي چې د فضائي چینلونو له خوا نشر ته سپارل کېږي، چې بیا د هغو د تدلیس، نفاق خورولو، درواغو، او د امتونو ترمنځ د ویرې او ترهې د خورولو حجم او څومره والی ورته د هغو له خوا چي په مجازي نړۍ کې یې رسندویان بولي ورمعلوم شي.

چې دیته کېدای شي د ثقافت د توجیه کولو ژوندۍ بڼه وویل شي، خو نن سبا د ثقافت د توجیه کولو کړنلارې او وسائل په نا ژوندۍ بڼه خورا ډېرې دي، د بېلګې په ډول، د فوټبال [کرکټ] لوبې د اوږدې مودې لپاره په پرلپسې ډول تعقیبول، د تورنمنټونو د بریا او ناکامۍ په اړه په ساعتونو ساعتونو خبرې کول، د یوه لوبغاړي پیرل او د بل یوه پلورل، د هغوی پر سر بولي کول، چې دا بیا یواځې په یادو لوبو پورې منحصر نه دي، هلته نورې په سلګونو لوبې شته چې د استغفالولو په ثقافت او په داسې یوه خلا بدلې شوي چې تر شایې د سلګونه ملیارده ډالرو لګښت پروت دی او د سلګونو میلیونه انسانانو لپاره همره د پام وړ دي تردې چې د دوی د ژوند په شپو او ورځو یې ولکه ټینګه کړې، دا سره له دې چې لوبې باید د لوبو له بریدونو څخه تجاوز ونه کړي.

په همدې ډول په سلګونو فضائي چینلونه دي چې د ورځې په اوږدو کې همدا تش او بیکاره موضوعګانې نشر ته سپاري، تردې چې اوس لوبې د ژوند موخه ګرځېدلي، سره له دې چې انسان په ځمکه کې د یوه خلیفه په حیث ځکه پیدا شوی چې دا ځمکه ودانه کړي او د خلافت موخې ترسره کړي، چې لوبې یې له څانګو څخه دي، نه له بنسټونو څخه.

خو یاد نظامونه پوهېږي چې څه ډول دا منځ تشی ثقافت د خلکو ترمنځ نشر کړي، ترڅو په دې ډول هغوی د خپل حال په اړه او دخپلو هیوادونو د یون لوري د ټاکلو په هکله له فکر کولو څخه ایسار کړي، آیا په لسګونو او سلګونو فضائي چینلونه نشته چې بس یواځې د شهواني غریزو د راپارولو لپاره هڅه کوي، د دوی اساسي او بنسټیزه موخې دادي چې د ځوانانو ځواک کم زوری کړي هغوی چې د راتلونکی جوړونکی او د امت ستنې ګڼل کېږی؛ هغه ځواک چې پکار ده د هیوادونو د رغولو په لیار کې توجه شي او له هغه بیکاره ژوند څخه یې مخنیوي وشي چې ډیری ځوانان پرې اخته دي.

د یادولو وړ ده چې د ملتونو د استغفال کیسه نوې نه ده، دا یو زوړ بشری ثقافت دی، بس کوم څه چې یې نوی دی هغه یې وسائل او کړنلارې دي، د مصر فوعون به د ملتونو ترمنځ د استغفال د نشرولو لپاره له ساحرانو څخه کار اخیسته، لکه د تاریخ په اوږدو کې به چې چارواکو او حاکمانو د دې موخو لپاره کاهنان او شوبده بازان کارول.

دوی تر ډېره د خلکو ترمنځ د متضادو قطبونو په رامنځته کولو کې بریالي شوي، ځکه چې واک او شهرت ځل او بل لري، او مال لري چې د امتونو تر منځ د استغفال ثقافت د نشرولو ترشا لوی محرک او هڅوونکی ګڼل کېږي، کله خو سړی حیران شي هغو خلکو ته چې د خلکو ترمنځ پېژندل شوې څېرې وي، په ځانګړي ډول علماء او مثقفین، لیدل کېږي چې له خپلو مبادیو څخه تنازل کوي، په لوی لاس ځان د دیکتاریو د لاس اله ګرځوي او د استغفال په دود کولو کې پوره ونډه اخلي، ددې ټولو برڅېره که سړی د تاریخ پاڼې واړوي، وبه ویني چې ملتونه بالاخره دغفلت له خوبه راویښېږي او هغه څه چې طواغیتو په دې لار کې لګولي له یوې مخې د تند باد پر وړاندې د دوړې په څېر الوزي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د