راشد خان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نامتو او پیاوړی سوکه توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ توپ اچونکو د نړیوال رېنکینګ په یو ورځینۍ سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا د سې شنبې ورځې «نن» په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې راشد خان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې د نړیوالې شورا غوره توپ اچونکي لومړی مقام خپلوي.

نوموړي په تېرو ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو د ۷۸۷ پواینټونو په درلودلو د یو ورځنیوو سیالیو لومړی مقام خپل کړ او د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې لومړی مقام ترلاسه کوي، له ده وړاندې هیڅ کوم لوبغاړی نه په توپ وهنه نه توپ اچونه او نه په آلراونډرانو کې دی توانېدلی چې په دومره کم عمر کې لومړی مقام خپل کړي.

راشد خان په تېر یو کال کې د خپلې لوبډلې لپاره د زیاتو ویکټو اخیستلو، په یوه یو ورځینۍ لوبه کې څلورمې غوره (۷) زیاتې ویکټې اخیستل، په بیګ بیش لیګ کې زیات ویکټ اخیستونکی، د ویسټ انډیز په کریبین لیګ کې لومړی لوبغاړی چې د ویکټو هیټریک کوي، او نور یو شمېر نړیوالو ریکارډونو خپلولو په شمول د کرېکټ نړیوالې شورا د اسوسېییټ غوره لوبغاړي لومړي مقام جایزه یې هم خپله کړه، او اوس یې دادی بل نړیوال او تاریخي ریکارډ هم پخپل نوم کړ.

راشد خان د غوره او تاریخي لومړي نمبر مقام هغه وخت ترلاسه کړ، چې تېره ورځ افغانستان ملي لوبډلې زمبابوې ته په پنځو یو ورځنیو سیالیو کې په څلور یو ماتې ورکړه، چې نوموړي په دغه لوبه کې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه او درې ویکټې یې ترلاسه کړې، همدا ډول یې په تېرو پنځو لوبو کې ټولې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

په دغه ریکارډ کې د کرېکټ نړیوالې شورا د ځوان توپ اچونکي لپاره د هغه عمر د ورځو په توګه حساب کړی چې راشد خان د پاکستاني ثقلین مشتاق دغه ریکارډ مات کړ او لومړی مقام یې خپل کړ، نوموړی د ۷۰۹۲ ورځو چې ۱۹ کاله او ۱۵۳ ورځې کیږي عمر لري، او ثقلین مشتاق دغه ریکارډ په ۷۶۸۳ ورځو په عمر جوړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې د هندوستان چټک توپ اچونکی جېسپیريټ بومرا تر دې دمه د کرېکټ نړیوالې شورا د غوره توپ اچونکي لومړی مقام خپل کړی و، خو راشد خان له ده څخه دغه مقام پخپل نوم کړ، بومرا په ۳۷ لوبو کې ۶۴ او راشد خان په ۳۷ لوبو کې ۸۶ ویکټې ترلاسه کړي، همدا لامل دی چې راشد خان په لومړي نمبر شو.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د