هلمند: نادعلي کې دریو پوستو سقوط کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله د پولیسو دريو پوستو سقوط کړی او يو شمېر عسکر يې وژل شوي.

د کوچيانو او مالدارو په سيمو کې پر پرتو دريو پوستو تېره شپه ناوخته مهال بريدونه شوي.

طالبانو ادعاء کړې چې د بريدونو له امله يې په دريو واړو پوستو کې شل تنه پولیس وژلي او ګڼي وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک په نادعلي ولسوالۍ کې د شوي جګړې پخلی کوي او زیاتوي چې څو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله پنځه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

په دې وروستيو کې د هلمند والي حيات الله حیات هم پر دې اعتراف کړی چې طالبان په ژمي کې هم وتوانېدل تر څو جګړه ګرمه وساتي او ان د لشکرګاه په حوزو بريدونه وکړي.

د ولایتي شورا رییس په هلمند کې کمزوری مدیریت د دې علت بولي چې طالبان د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو له سختو بمباریو سره سره پر دې وتوانيدل چې شاته ګام وانه خلي.

د دې شورا مرستیال حیات الله مایار بیا په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو ډېرښت د اندېښنې وړ بولي هغه وايي هغه سیمې چې دوی يې خوندي بولي، تل د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شاهدې وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حیات
میلمه
حیات

د کابل غلامان نه یواځی د اسلامی وسله وال مقاومت مقابل ، مظلوم اولس بلکه د هماغه خپل لاس استخدام شوو ، یونیفلورم کی نغشتل شوو ته هم د انسان به حیثیت نه ګوری د تشناب د کاغذ په شان له کارولو وروسته یی خکندازو کی غورځوی . که سل مړه شی شل او که شل مړه شی هیڅ یی ښیوی ، دروغ ورته هنر او چالاکی ده هغوی د دغه غسکرو په مټ د خپلو غلاوو ، چور ، فتنو او لوت وخت اړول زیاتوی چه هم د مظلوم اولس وینی وزبیښی او هم د دغه مظلوم اولس د… نور لوستل »