افغانستان

طالبان: شپږ ویشت عسکر راسره یو ځای شوي دي

طالبان وايي چې د ننګرهار په سپین غر کې ورسره شپږویشت عسکر یو ځای شوي دي، دوی دغه یو ځای شوي عسکر د خپل د جلب او جذب کیمسیون د دعوت او سیمه ایزو طالبانو د هڅو پایله ګڼي.د طالبانو له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې یاد عسکر په خپله خوښه او د حقایقو په درک له دوی سره یو ځای شوي دي.

خبرپاڼه کاږي: «په عسکرو کې غيرت مير د مير فقير زوی، حبيب الله د سيال خان زوی، توريالی او بارکزی د مبين زامن، نورزی د غلجي زوی، سردار د زرلعل زوی، ضياالرحمن د فاروق زوی، جمال الدين د ګل حبيب زوی، ذبيح الله د محمدعالم زوی، عربستان د اتمانزي زوی، شفيق د رياګل زوی، ګل نواب د ادم خان زوی، يادګل د سيدګل زوی، حيات الله د ګلان الله زوی، امين الله د تورمان زوی، مير د سندال خان زوی، نجات د نورالحق زوی، لعلپور د محمدحنيف زوی، اکرام الله د تورخان زوی، رفيق الله د محمدحنيف زوی، نويګل د ستره خان زوی، اسحاق د ملال زوی، خدای نظر د حبيب الله زوی، ذاکر د احمد زوی، شاکرالله د داود زوی او نورکليم د محمدباز زوی، شامل دي.»
دا په داسې حال کې دی، چې تېره شپه هم د خاص روزګان له اوو پوستو نه نږدې یوسل اوشل تنه پولیس او اربکیان تښتېدلي دي. تر دې وړاندې په بدخشان کې طالبانو د لوړپوړو چارواکو په شمول اووه ویشت عسکر ژوندي نیولي وو، چې د مشرانو په منځګړتوب يې درویشت بېرته خوشي شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د کورنیوچارو وزارت  ولس ته د راتلونکو ټاکنو د امنیت د بشپړ تامین ډاډ ورکوي.
یاده دې وي،چې طالبانو په دې وروستیو څو کلونو کې تراوسه پورې د جلب او جذب کمیسیون په هڅو سلګونه افغان امنیتي مسوولین له ځان سره ملګري کړي دی، چې  د هرې میاشتې په پای کې پخپله رسمي ویبپاڼه کې د یوځای شویو دولتي مامورینو مستند لیست خپروي.
افغان ولس هم د طالبانو دغه هڅه ستايي او له دوی لاهم غواړي چې مجبور شوي افغان عسکر وپوهوي او د خبرو له لارې يې له دندو راوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x