کابل: نوی ټاکل شوی امنیه قومندان به نن په دنده پيل وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وياند وايي چې نن به کابل ته نوی ټاکل شوی امنیه قومندان رسماً په دنده پيل وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند نصرت رحيمي په وينا کابل ته نوی ټاکل شوی امنیه قومندان مل پاسوال محمد داود امین دی چې د یاد وزارت له پېشنهاد او د اشرف غني له منظورۍ سره سم به نن لاس په کار شي.

قومندان محمد داود امین له دې وړاندي د لغمان ، لوګر او خوست امنيه قومندان وو.

رحيمي زیاتوي چې محمد داود امین به نن د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ منسوبینو ته ورپېژندل شي.

تر محمد داود امین وړاندي لوی پاسوال محمد سالم اساس د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قومندان وو.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د