افغانستان

طالبان د اوباما وروستۍ پرېکړي ته د هر اړخېز تېري په سترګه ګوري

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د امریکا د ولسمشر هغه پرېکړه په سختو ټکیو وغندله ، چې په افغانستان کې یې د خپلو پاته کېدونکو عسکرو په باب اعلان کړې وه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه اعلان وکړ، چې که نوى افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک کړي، نو امريکا به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي.

طالبانو له امريکا غوښتي، کوم کار چې دوى غواړي دوه کاله وروسته يې وکړي، همدا اوس دې وکړي، څو يې نه وخت ضايع شي او نه هم د دواړو هېوادونو ولسونو ته ستونزې جوړې شي.

دوی یو ځل بیا د افغانستان د اشغال په باب په خپل وروستي دريځ ټینګار کړی او وايي : «د دې لپاره چې د رواني جګړې د اختتام په اړه امریکایي چارواکو په موضوع سر خلاص کړی او ذهنونه یي تنویر شوي وي ، باید ورته واضحه کړو چې د یوه مسلمان ملت په حیث تر هغو چې زموږ اسلامي خاوره  دکفري یرغلګرو تر اشغال لاندي وي، زموږ  دین او معتقدات موږ ته  د جهاد امر کوي، په دار اسلام کي د مسلحو کفارو شتون له دیني اړخه هیڅ توجیه او جواز نلري، بناء د جهاد فرضیت د یرغلګرو پوځیانو دشمیر په کمښت سره  نه ساقطیږي او نه یي په وجوبي حکم کي تخفیف راځي  بلکي د یوه بهرني اشغالګرعسکر په وړاندې هم جهاد همداسې فرض دی لکه دزرګونو په وړاندې .»

طالبانو همدارنګه د اوباما د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال له امریکايي ولس سره د افغانستان د جګړې په تړاو شویو ژمنو ته هم نغوته کړې :« څو کاله وړاندې کله چي په امریکا کي واک له  جمهوري غوښتونکو څخه دیموکراتانو ته انتقال شو، موږ یوځل بیا د جګړي په اوربلوونکو امریکایي چارواکو غږ  وکړ، تر څو له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو په ایستلو د تیر حکومت اشتباه جبیره کړي، او که په جګړه ټینګار وکړي شاید تلفات او شرمندګي یي نوره هم زیاته شي، خو بارک اوباما ددي په ځای چې خپل یرغلګر عسکر وروغواړي لسګونه زره نور عسکر یي افغانستان ته راولیږل ،دیرغلګروپوځونوډیرښت دامریکایانو په وړاندې دمقاومت او مبارزې ساحه پراخه کړه، داشغالګروعسکرو تلفات يې ډیرکړل  او په پای کې امریکایي چارواکي دې ته مجبور شول چې د جګړې میدان پریږدي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x