ننګرهار: یو بل ډله ییز قبر موندل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هغو کسانو یو بل ډله ییز قبر موندل شوی چې د داعش له خوا تښتول شوي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې داعش وسلوالو پنځلس میاشتې تر مخه د پچیراګام ولسوالۍ د پاس پچیر سیمې لس تنه ملکي وګړي تښتولي وو، د هغو کسانو قبر نن د سې شنبې په ورځ د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سرخ اب سیمه کې وموندل شو.

نوموړي وویل چې د قبر تر موندلو وروسته یې تر لاسه شوي مړي د پچیراګام اوسیدونکو ته وسپارل.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د کوټ ولسوالۍ د نهو تنو ډله ییز قبر هم موندل شوی و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

دا درواغ نه دی چه وحشیان داغشیانو ته د همدغه ډول وحشت قومانده ورکول شوی چه خلک وداروی او هم د داعشیانو شتون ثابت کړی مګر دا خبره چه حکومت به د داعشیانو د مړو دغه خبره د دی له خاطره ښکاره کوی چه داعشیان خلکو ته وحشی وښیی دا درواغ دی حکومت خپله داعشیان دی نو داعشیان د داعشیانو ناولتیا نه په ډاکه کوی لا به هغه مجاهدین وو چه د کابل غلامانو او بادارانو د عملیتانو په وخت کی نیولی له څو میاشتو وروسته یی قواری بدلی شوی هغه به د نورو مړو په نامه د اچین کورنیو… نور لوستل »