د ولسي جرګې او څرخي پله زندان پر کانکرېټي دېوالونو ۱۳۱میلیونه افغانۍ لګښت شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د اریانا نیوز نوې موندنې ښيي، چې د ولسي جرګې د ودانۍ او څرخي پله د زندان پر کانکریټي دېوالونو ۱۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې یو کانکریټي دېوال په ۷۰۰ امریکايي ډالر تمام شوی دی.

له پلازمېنې کابل نه نیولې، تر ولایتونو پورې د چارواکو کورونو، ادارو، موسسو، سفارتونو، زندانونو، دفترونو او نورو ځایونو نه کانکریټي دېوالونه چاپېر شوي؛ خو یوازې د ولسي جرګې او څرخي پله د زندانونو پر کانکریټي دېوالو ۱۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې  پر هر دېوال ۴۸۲۳۰ افغانۍ لګښت راغلی دی.

د «نوي افغانستان» د شرکتونو د اتحادیې رییس داوود توتاخېل اریانا نیوز ته ویلي، چې په کانکریټي دېوالونو کې پراخ فساد شوی او میلیونونه افغانۍ پکې چور شوي دي.

د توتاخېل په خبره، یوازې د ولسي جرګې پر کانکرېټي دېوالو ۵۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی؛ خو په سلو کې ۸۰ سلنه پیسې پکې چور شوي دي.

ده ویلي، د کانکرېټي دېوالونو لپاره د کورنیو چارو وزارت پیسې نه ورکوي، بلکې دغه پیسې له بهرنیو موسساتو اخیستل کېږي او پراخ فساد پکې کېږي.

دی وايي، د څرخي پله زندان د کانکرېټي دېوالونو او پر زرهي غرفو ۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت شوی؛ خو تراوسه یادو شرکتونو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

د اوسني حکومت دواړو چارواکو د فساد سره د مبارزې خبره کړې وه؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې فساد اوج ته رسېدلی او د بست قیمت معلوم دی.

نړیوالې ټولنې د افغانستان سره خپلې مرستې د فساد سره د مبارزې په برخه کې مشروطې کړي دي؛ خو تراوسه د فساد پر وړاندې مبارزه په نشت حساب ده.

افغان حکومت اوس هم د اداري فساد په برخه کې د نړۍ پنځم مفسد هېواد دی، چې فساد یې له ارګ نیولې تر عادي ادارو پورې پکې روان دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

اشغالګری خیرات ( فساد ) ورکوونکیشیطانی موسسی سره د پوهی دغه دالر د دغه کانکړیتی دیوالو د ځای په ځای کولو د پاره ورکوی هغوی ته د دغه کانکریتو د هری برخی بیه د کیشودلو به شمول معلومه ده ، فساد کونکو ته د فساد روزنه ورکوی ځانونه داسی ښیوی لکه هغوی چه خطا ایستلی وی . د اشغلګرو ټولی اداری یو له بلهسره اړیکی لری د هر څه یو تل ته معلومات ورکوی او د نتایجو معلومات هم ورکوی ذا یوآخی د هغه پله او دپارلمان د کانکریتی دیوالو فساد نه دی چه دغه کسان پکی ککړ او نغشتی… نور لوستل »