افغانستان

امریکا: د پاکستان پوځ په افغانستان کې د امریکا له نظامي شتون څخه ډاډه دی

نن ټکی آسیا: د امریکا د لویو درستیزانو د کميټې مشر جنرال مارټن ډیمپسي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان او د پاکستان پوځ په افغانستان کې د دوی له نظامي حضور څخه هېڅ تشویش نلري او ډاډمن دي.

د بهرنیو موثقو سرچېنو له راپورونو سره سم، جنرال ډیمپسي څرګنده کړې، چې د نوموړي پاکستان سیال جنرال راشد محمود ورته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په اړه ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، چې جنرال راشد محمود په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شتون یوازې د افغانستان ؛بلکي د ټولې سېمي په ګټه بللی.

د جنرال ډيمپسي په وینا په افغانستان کې د دوی نظامي شتون د دغه هېواد د اردو او پوځ په پښو درول دي.

نوموړي همدارنګه دا هم ویلي، چې د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي هم ډاډ ورکړی او په خپل هېواد کې یې د امریکايي ځواکونو شتون ګټور ګڼلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x