خواجه اصف: پاکستان پر خپله خاوره پردۍ جګړه نشي کولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزير خواجه اصف ويلي،چې پر خپله خاوره پردۍ جګړه نشي کولی.

ښاغلي اصف په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان په اوسني وضعيت اندېښنه ښکاره کړې او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د داعش د فعاليتونو او پرمختګ سربېره د نشه‌ يي توکو کاروبار د سيمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې د افغانستان جګړه تر اوسه د زور له لارې نه ده حل شوې او نه به هم په راتلونکي وخت کې د زورله لارې حل شي، بلکې د دې بحران يوازينی حل سياسي خبرې اترې دي.

خواجه اصف له خپل روسي سيال سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال د امریکا او د افغانستان د ګډ حکومت هغه تورونه ناسم وبلل، چې پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی او زياته يې کړه، چې هېواد يې د امریکا له لوري د ترهګرۍ په نوم جګړې کې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.

د روسيې د سيمه ييز او نړيوال اغېز په اړه ښاغلي اصف وويل،چې مسکو د نړۍ په امنيت او ثبات کې ښکاره او اغېزناک رول لري.

خواجه اصف په داسې حال کې له مسکوه د امریکا تورونه رد کړي،چې له تېرې څه مودې راهيسې د امریکا او پاکستان اړيکې تر ډېره په ټپه ولاړې دي او يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د امریکا پر ځای له روسيې او چين سره د نوي بلاک په جوړولو کار کوي.

مسکو ته د خواجه اصف د سفر پر مهال روسيې په پېښور کې قونسلګري هم پرانيسته، چې د اسلام اباد او مسکو په اړيکو کې د پرمختګ نوی باب بلل کيږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

The existing government in Afghanistan has no credentials.No one cares about the constitution and government orders. The war lords have absolute power. inorder for Afghanistan to be stable must have good relations with the neighboring countries specially with Pakistan.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

Our country is occupied /colonized, occupiers are the rulers the Kabul administration are the one to be commanded, not the decision maker, the occupiers are the constitution, rules and regulation, the warlords are not the warlord anymore they are slaves as Karzai, Ghani, they have no power but they use the occupiers power as prostitutes.
Yes, for Afghanistan to be stable, must have freedom, unity and have good relation with all countries specially neighboring countries as Pakistan, Iran and other.