نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې په افغانستان کې د مشکوکو چورلکو د پروازونو تر شا د ناټو او امریکا لاس دی او په دې اړه يې له امریکا د سپيناوي غوښتنه کړې، چې تر اوسه يې ځواب نه دی ورکړی.
ښاغلي لاوروف په مسکو کې يوې خبري غونډې ته وويل: «افغانستان کې د داعش ترهګرو لپاره ناپېژاندې چورلکې مرستې او جګړه ماران لېږدوي، هېڅوک په دې اړه موږ ته ځواب نشي راکولی، چې د امریکا او ناټو تر واک لاندې سيمو کې دا پروازونه د چا دي؟»
لاوروف دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د داعش ترهګرو فعاليتونه د مسکو او ټولې سيمې لپاره د اندېښنې وړ دي او د ده په وينا د امریکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف په شتون کې دا ډول کړنې د مسکو لپاره د اندېښنې او بدګومانۍ لامل ځکه ګرځي،چې د امریکا د راډار لاندې مشکوکې چورلکې داعش ډلې ته وسلې او جګړه ماران لېږدوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي، چې د مشکوکو چورلکو په اړه يې د افغانستان د ګډ حکومت چارواکو ته هم خپل شکايت لېږلی او له هغوی يې په دې اړه د سپيناوي غوښتنه کړې ده.
د روسيې په ګډون چين او نور سيمه ييز هېوادونه او همدارنګه د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ګڼ نور سياستوال په افغانستان کې د امریکا او ناټو فعاليتونه د سيمه ييزو هېوادونو او افغانستان په زيان بولي او امریکا يې د داعش په ملاتړ تورنه کړې ده.