هلمند: په تېرو دوو میاشتو کې له سلو ډېرو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي، طالبان د ولسوالیو په پرتله اوس مهال ډېر فعالیت په لښکرګاه کې کوي او جګړه د لښکرګاه له دروازو راتېره شوې ده.

د ولایتي شورا رییس عطاء الله افغان په خبره، په تېرو دوو میاشتو کې یوازې په لښکرګاه کې له ۱۰۰ ډېرو امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو وضعیت ورځ تر بلې خونړی کېږي.

دی وايي، د مرکز لښکرګاه په مرکزي سیمو کې هره شپه د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي او کله نا کله ځینې پوستې د طالبانو لاس ته لوېږي.

نوموړي د هلمند ملکي او نظامي ادارې کمزورې وبللې، چې د طالبانو پر وړاندې یې مورال بایللی او د کمزوري مدیریت له امله د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راځي.

افغان له مرکزي حکومت وغوښتل، چې د هلمند ادارې چاڼ کړي او وړ خلک هلمند ته ورولېږي.

د هلمند د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار هم ورته اندېښنه ښيي.
دی وايي، د طالبانو پرله پسې بریدونو، د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله او د پوستو سقوط د لښکرګاه د سقوط ګواښ هم لوړ کړی.

ده د هلمند له امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د امنیتي وضعیت د سمون لپاره هلې ځلې وکړي.

هلمند هغه ولایت دی، چې له ۱۴ ولسوالیو څخه پر شپږو ولسوالیو طالبان بشپړ واک لري او د نورو ولسوالیو یوازې مرکزونه له حکومت سره دي.

د هلمند ولایتي شورا په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه داسې مهال څرګنده کړې، چې څو میاشتې وړاندې د هلمند اوپراتیفي قومندان جبار قهرمان هم له یوې کلنې سرګردانۍ څخه وروسته خپله قومنده پرېښوده او کابل ته راوګرځېده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د