نظــر

«ټاکنو کې د خلکو نه ګډون، د سیسي پر مخ څپېړه ده»

مصر کې د منتخب ولسمشر ډاکتر محمد مرسي باندې له کودتا وروسته په دغه هېواد کې په لومړي ځل ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي. د سې شنبې او دوشنبې په ورځ د رایو اچونې بهیر بیخي سوړ و، زیات شمېر مصريان رایې اچونې مرکزونو ته نه ځي او له همدې امله دولت اړ شو، چې نن ورځ (چهارشنبه) هم د رایې اچونې لپاره زیاته کړي. داسې هم اټکل کیږي چې کیدایشي ټاکنې دوهم پړاو ته وغځول شي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې په مصر کې د خلکو په انتخاباتو کې نه ګډون د عبدالفتاح سیسي لپاره د خطر زنګ دی. تر دې دمخه ټاکنو کې چې ډاکتر مرسي وګټله د مصر په تاریخ کې تر ټولو زیاتو خلکو رایې اچولې وې او دا ځل کیدایشي د رايې اچونې فیصدي تر ۵۰ هم کمه شي.

د رویټرز خبري آژانس خبریال چې قاهرې او اسکندريې ته يې سفر کړی وايي چې چارواکي کوښښ کوي چې خلک د چهارشنبې په ورځ د رایو اچونې مرکزونه ته بوځي او رايې واچوي، خو هيڅوک د رایو په مرکزونو کې نه لیدل کیږي.

په مصر کې د حسني مبارک د پرځېدو وروسته دوهم ځل ټاکنې کیږي، خو دې ځل ته چې د یو پوځي نظامي کس  څخه واک بل  پوځي  ته انتقالیږي، ځکه زیات شمېر مصریان نه غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د رسنیو د څو میاشتو پرلپسې چاپلوسۍ او غوړه مالۍ وروسته، د دولت لخوا په پراخه کچه تبلیغاتو وروسته د سیسي ملاتړو سخت ټکان وخوړ، چې ټاکنې په بشپړه توګه ناکامې شوې. سیسي چې تر ټاکنو دمخه کمپاین کې ویل چې ۴۰ میلیونه کسان چې تقریبا ۸۰٪ رایې اچونکي کیږي، به رایې واچوي، خو ولې د یوې ورځې د زیاتولو سربېره بیا هم ۵۰٪ خلکو رایې نه دي اچولي.

د مصر دولتي رسنۍ وايي چې ټاکل شوې وه چې رايې به دوه ورځو –دوشنبه او سې شبنه- اچول کیږي خو د چهارشنبې ورځ یې ددې له امله زیاته کړه چې تر «حد الامکان» خلک رايې واچوي.

د شرق الاوسط عربي مشهورې ورځپاڼې په لومړي مخ کې راغلي چې «دولت رایو پسې لټون کوي».

یو نړیوال سازمان په دې اړه وايي چې د یوې ورځې زیاتونه د ټاکنو د شفافیت په اړه شکوک او شبهات پیدا کوي.

که څه هم د سیسي پلویانو د رایو اچونې لپاره پراخه کمپاینونه وکړل، په ټولنیزو پاڼو يې هغه انځورونه پورته کړل چې ددوی اوږده کتارونه ولاړ دي او د مصر بیرغونه يې لاسونو کې نیولي. دوی شعار ورکوي چې «زموږ هېواد یواځې پوځي سړی چلولی شي».

ددې سره سره هم رایې اچوونکي خورا نادر دي، یو یو له کوم ځایه راپیدا شي، او رایه واچوي. رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د پوځ یو نظامي افسر چې ورځپاڼه يې لوستله دوی ته وویل: «ته غواړې له رایه ورکوونکو سره خبرې وکړې؟ ته کوم رایه ورکوونکی ګورې؟ نه پوهیږم، ولې دوی رايې نه اچوي، کیدایشي، دوی سیاست بیخي پریښې وی».

د پوځ واک

خالد محمود لیبرال دی، نوموړي د ټاکنو کمیسون او دولت په دې تورن کړ چې دوی هسې بې نظمه ټاکنې ترسره کوي.

دی وايي« خلک ځکه ټاکنو کې برخه نه اخلي، ځکه دوی پوهیږي، رایه یې بې اهمیته ده، د حسني مبارک په وخت کې هم همدا ډول چا په ټاکنو کې برخه نه اخیسته».

سره له دې چې دولتي مامورین او کمپاینران کوڅه په کوڅه ګرځي څو خلک رایې اچونې ته راولي خو ددې باجود هم د رايې اچونې په مرکزونه کې څوک نشته.

اخوان المسلمین چې په دغه هېواد کې تر یو میلیون زیات یواځې غړي لري او په میلیونو خواخوږي لري، ټاکنې په بشپړه توګه تحریم کړي، ددغه  ګوند چې اوس د سیسي دولت لخوا «ترهګر» ګڼل کیږي،  په زرګونو غړي په مظاهرو کې د پوځ له لوري ووژل شول.

د اخوان المسلمین ویاند وايي چې «دغه ټاکنې باطلې دي، دا په هيڅ صورت قانوني کیدلای نشي».

مصریان وايي چې په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون د مرسي په «مخ څپېړه» ده. دوی وايي چې سیسي د ګوتو په شمېر سپین ګیرو رایې ورکړي، ځوانان رایه نه ورکوي او ځوانان ددغه هېواد اکثریت دی.

زیات شمېر مصریان په دې هم په ټاکنو کې ګډون نه کوي چې دوی ته له پخوا مالومه ده چې مصر کې روانې ټاکنې ډرامتیکه بڼه لري.

د دريځ پیاوړتیا

وروسته له هغې چې  جنرال عبدالفتاح سیسي  د دولتي او نادولتي تلویزونونو له لارې يې مرکې او بیانونو ورکړل، زیات شمېر مصریان داسې احساس کړه چې جنرال سیسي نشي کولای هغه ننګونې  چې مصر ورسره مخامخ دی،  ځواب ورته ورته ووايي او د «حل لاره» ورته پيدا کړي، ددوی په اند سیسي نشي کولای د مصر اقتصاد پیاوړی کړي.

د رایو اچونکو د کمښت له امله د اخوان المسلمین ملاتړي او غړي ډير ډاډه خبرې کوي، داسې ښکاري چې ددوی دريځ نور هم پیاوړی شوی،  په قاهره کې ۲۸ کلن  احمد علي  چې دکاندار دی، ویل « زه ویلی شم، چې زه د مرسي ملاتړی یم».

د تېرو هغه ټاکنو چې مرسي په کې واک ته ورسېد، ۱۲ کاندیدانو تر منځ مقابله وه، سیسي اوس یواځې د یو کاندید  حمدین صباحي چې کامپاینرانو يې ددريېمې ورځې رایه اچونه تحریم کړې، سره مقابله کوي.

د مصر د عدلیې وزرات تر ټاکنو دمخه ویل څوک چې رایه ورنه کړي، جریمه به شي، د ټاکنو پر مهال ریل ګاډو کرایه مفته شوې وه، او ځايي رسنیو رايه نه ورکوونکي د «خاین» په نوم یادول.

صنعا چې د مصر خطرناکه سیمه ده، د وسلوالو له لوري یو عسکر ووژل شو،  همدا راز د قاهرې په ختیځ کې  ځینو نامالومو وسلوالو د رایه اچونې په مرکز برید وکړ، امنیتي ځواکونه وايي چې دغه برید د «ترهګرو» لخوا ترسره شوی.

مصر له خورا سختو  ننګونو سره مخ دی، په دغه هېواد کې اقتصاد ورځ تر بلې کمزوری کیږي، په دغسې حالاتو کې د خلکو په ټاکنو کې نه ګډون، په حکومت کې کار نه کول، دغه هېواد نور هم د اقتصادي رکود سره مخامخ کوي.

بلال ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x