کندهار: د فېسبوک کارونکی څارنوالو ته د توهین په تور زنداني شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): په کندهار کې یو انځور اخیستونکي او مدني فعال وروسته له هغه زنداني شوی، چې پر فېسبوک یې د څارنوالانو انځورونه خپاره کړي وو.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوهشان وايي، چې عبدالعلي افغان څارنوالانو ته توهین کړی او پر همدې تور یې بندي کړی دی.

د کوهشان په خبره، د جزا د نوي کوډ په اساس هر هغه څوک زنداني کېږي، چې په ټولنیزو شبکو کې د چا توهین وکړي او عبدالعلي افغان هم څارنوالانو ته سپکاوی کړی و.

دی وايي، د جزا په نوي کوډ کې پر ټولنیزو رسینو فېسبوک، ټویټر او نورو کار کوونکو لپاره جلا ـ جلا سزاګانې ټاکل شوي او هر توهین کوونکی به خپله سزا ګوري.

د جزا نوی کوډ څو ورځې وړاندې ولسمشر غني توشیح کړ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د نورو په اړه د سپکاوي په تور نوموړي کس ته سزا ورکول کېږي.

ازاد بنسټونه د جزا نوی کوډ د حکومت له لوري د غږ بندولو یوه وسیله ګڼي، چې خلک په ټولنیزو شبکو کې د دولت پر ضد غږ پورته نه کړي.

د ټولنیزو شبکو ډېری افغان کاروونکي د حکومت ځینې کارونه غندي او پر وړاندې یې غبرګون ښيي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د