
هرات: ترافيکي پېښه کې اته تنه وژل شوي ديارلس ټپيان دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له کبله يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبداالاحد ولي زاده وايي، پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ د صحرا سرخک په سيمه کې د يوه مسافر وړونکي فلانکوچ او بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د ولي زاده په خبره، په وژل شويو کې څلور مېرمنې، دوه ماشومان او دوه نارينه شامل دي او ديارلس تنه نور ټپيان دي.
افغانستان کې ډېر کله هېوادوال خپل ژوند د ترافيکي پېښو له کبله له لاسه ورکوي، چې ستر لامل يې د سړکونو خرابوالی، د نامسلکه موټروانانو چټک موټر چلول بلل کېږي.