افغانستان

د سیمه ییزو ارګانونو اداره: د سمنګان ولایت پر سر معامله نه ده شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادراه وايي د سمنګان ولایت پر سر له پخواني والي سره کومه معامله نه ده شوې.

تېره ورځ چې د سمنګانو لپاره نوی والي، عبداللطیف ابراهیمي رسماً خپل کار پیل کړ، د جمعیت ګوند ویاند ذبیح الله فطرت وويل، چې دوی د پخواني والي عبدالکریم خدام لپاره د سولې شورا مرستیالي اخیستې ده.

هغه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ښکاره ويلي، چې د نوي والي معرفي کېدل د دوی او د حکومت تر منځ د یوې معاملې له مخې شوي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده وايي چې دوی کومه معامله نه ده ترسره کړې، بلکې د ولسمشر حکم يې تطبیق کړی دی.

په ورته وخت کې د سولې شورا ویاند امین الدین مظفري هم له دې معاملې ځان ناخبره ښيي او وايي دوی ته تر اوسه د عبدالکریم خدام د مرستیالۍ څه نه دي ويل شوي.

عبدالکریم خدام، چې د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی دی، څو ورځې وړاندې د ارګ د حکم له مخې له دندې لرې او پر ځای يې عبداللطیف ابراهیمي وټاکل شو.

خدام، د ارګ فرمان نادیده ونیو او جمعیت اسلامي يې د رسمي اعلاميې له مخې ملاتړ وکړ، په ډاګه يې کړه چې د هغه له ولایته ګوښه کول د حکومت له شریک «جمعیت اسلامي» سره توپیري چلند په ډاګه کوي.

د دې معاملې په اړه ویل شوي و، چې عبدالکریم خدام به د سولې شورا مرستیال ټاکل کېږي او په سمنګان کې د هغه پخوانی مرستیال به د نوي والي لپاره هم د مرستیال په توکه پاتې وي.

ارګ په کابل کې هم د یوویشتمې امنیتي حوزې د امر، شاوزیر، چې د ملا تره خېل ورور دی، د معاملې په بدل کې هغه قانع کړ چې د دندې د پرېښودو امر ومني او په امنیه قومندانۍ کې يې د امنیتي مرستیال په توګه چوکۍ ته تشریف یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x