د ګډ حکومت مشران

مسیر: حکومت د لانجو په رامنځته کول، بې ټاکنو د واک غځولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه کاږي، چې حکومت د سیاسي لانجو په رامنځته کولو سره غواړي خپل واک ته دوام ورکړي او له ټاکنو بېخې تېر شي.

دغه ورځپاڼه د سیاسي شنونکو له قوله کاږي چې حکومت د ټاکنو هوډ نه لري او غواړي د لانجو په منځ کې خپل واک وغځوي.

ورځپاڼه د شنونکو په حواله ليکي چې «وروستۍ سیاسي بې ثباتۍ او لانجې هم تر ډېره مصنوعي دي او حکومتي چارواکي په دې ډول غواړي خلکو ته وښيي چې حالت خراب دی، نو باید د ملي یووالي د حکومت عمر وغځېږي.»

ورځپانه د «ملي هوکړې او بدلون» په نوم د یوې شورا هغه څرګندونې هم یادوي، چې د ټاکنو کمیسیونونه يې کم ظرفیته بللي او ويلي يې دي چې د ټاکنو توان نه لري.

«د دې شورا یو غړی فضل الرحمن اوریا دا هم وايي چې که کمېسیون ټاکنې د حکومت په ګټه را وڅرخوي، نو ټاکنې مشروعیت نه لري او خلک به یې پر وړاندې ودرېږي.»

تر دې وړاندې هم یادې ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي و، چې امریکا هڅه کوي روان حکومت ته دوام ورکړي او ټاکنې بېخې ونه شي.

د سرچينې له قوله امریکايي استازو د تېر جهاد له ځینو مشرانو، سیاسي څېرو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په دې تړاو لیدلي او ورته يې ویلي يې دي، چې د «قیادي شورا» په نوم بنسټ باید جوړ شي.

دې شورا ته به لوړ امتیازات ورکول کېږي او دوی به هڅه کوي چې د دې حکومت واک غځونې ته له ټاکنو پرته مشروعیت ورکړي.

مسیر کښلي و، چې حامد کرزي او د حراست او ثبات شورا غړو پر ټاکنو ټینګار کړی خو انجینر ګلبدین حکمتیار په ګډون ځینو نورو ورسره په مشروط ډول د هوکړې سر ښورولی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د