
جوزجان: د عبدالرشید دوستم یو قومندان طالبانو وژلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قومندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.
د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وايي، وژل شوی قومندان عبدالجلیل نومېده، چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو په کمین کې ووژل شو.
د جوزجاني په خبره، تېره ورځ قومندان عبدالجیل د ګزمې په موخه د باشیکود دښتې ته تللی و، چې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د طالبانو په کمین کې ووژل شو.
دی وايي، طالبانو د دغه قومندان موټر هم سوځولی او وسله یې ترې وړې ده.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ماسپښین د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په تلاکل سیمه کې یې د دوستم د ملېشو قومندان عبدالجلیل وواژه؛ خو درې ساتونکي یې په تېښته بریالي شول.
طالبانو خپل لوري ته د کوم زیان خبره نه ده کړې.
قومندان عبدالجلیل د جنرال دوستم له نږدې کسانو څخه و، چې اوس مهال یې د اربکیانو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله.
په جوزجان کې د جنرال دوستم نږدې کس داسې مهال وژل کېږي، چې دوه ورځې وړاندې اجراییه ریاست په دغه ولایت کې د روانو ناامنیو په اړه اندېښنه ښودلې وه.