نظــر

مصر؛ د زور ټاکنې او وړ ولسي ځواب!

پرون چهار شبنه مصر کې د پوځ تر څار او کنټرول لاندې د ولسمشريزو ټاکنو درېيمه ورځ وه، مګر په دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون تر هغه ډېر کم و، چې غربي او مصري رسنيو ورته تبليغات کول.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وړاندوينه کړې وه، چې دغه ولسمشريزې ټاکنې به د سيسي ولسي(؟) واک نور هم قوي کړي او نوموړی به د مصر په تاريخ کې يوازنی ولسي ليډر وي.
یادې امریکايۍ ورځپاڼې ليکلي، چې د مصر ټاکنې به نړۍ ته دا هم روښانه کړي، چې د مرسي حکومت د ولسي پاڅون په مقابل کې نسکور شوی، ولې ځمکني حقايق تر دې بيخي بدل وختل.
نن راته د علامه سيد جمال الدين افغاني هغه خبره راياده شوه، چې ګرده نړۍ کې وګرځيدم، خو د مصري ولس په څېر بادرکه، زيرک او اصلاح قبلوونکی ولس مې ونه موندلو.
د مصر، سعودي، اماراتو ټولو او ډېری غربي رسنيو او د یادو هېوادونو دولتي ملایانو د سيسي ټاکنيز کمپاين په موخه شپې ورځې يو کړې، تر څو سيسي يو نړيوال ليډر او په مصر مين شخصيت معرفي کړي، ولې د مصر ذهين او بادرکه ولس د دې غولوونکو حربو ښکار نه شو او د ټاکنو دغو درې ورځو وښوده، چې مصري ولس خپل فکر او عقل لري. هيڅکله د ميډيا په غوړو او خوږو زهرجنو تبليغاتو نه تېر وځي.
د مثال په ډول العربيه تلويزوني شبکه د مرسي له سر سختو مخالفينو او د سيسي له ملاتړو څخه ده.
د العربيه تلويزون خبريال پرون له خپلې کامرې سره د مصر دوهم لوی ښار اسکندريه کې د رايو په يو مرکز کې ولاړ و او په ژوندۍ بڼه يې راپور وړاندې کولو.
خبريال ويل، چې ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر کم دی او هيڅوک دا ګومان نه کوي، چې دا دې يو ټاکنيز بهير وي.
د خبريال له کامرې داسې ښکاريدل، چې دا د کوم بې چاره غريب سړي د فاتحې مراسم دي، چې دوستان او خپلوان يې هم د نشت برابر وي.
د مصر د ټاکنو کمېسیون د رايې اچولو لړې درېيمې ورځې ته وغځوله تر څو خلک پکې ګډون وکړي.
مصري چارواکي اعتراف کوي، چې تر اوسه د خلکو ګډون ۳۷ سلنه دی، په داسې حال کې د مرسي د ټاکل کيدو پر مهال په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۵۲ سلنه و.
مصري چارواکي دا بهانه کوي، چې د ګرمې هوا له امله خلک نشي کولای، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، مګر ټول خلک پوهيږي، چې دا هسې يوه بهانه ده، ځکه چې کوم ليډر ولسي حیثيت ولري په سره اور کې هم خلک رايې ورکولو ته ور وځي.
د تلويزوني راپورونو له مخې په دغو ټاکنو يوازې ښځو او پاخه عمر خاوندانو ګډون درلود او د ځوانانو د ګډون کچه پکې د نشت برابر وه.
د مصر د ټاکنو کميسیون کوښښ وکړ، چې د تبليغاتو او درغلۍ په واسطه د خلکو ګډون لږ تر لږه پنځوس سلنه وښيي، ولې تر اوسه يوازې ۳۷ سلنه خلکو په دې ټاکنو کې ګډون کړی.
په دغو ګډونکوونکو کې د النور سلفي ډلې پلويان شامل دي، چې د سعودي عربستان په مالي مرستو او همکارۍ يې د سيسي ټاکنيز کمپاين لپاره شپه ورځ منډې ترړې وهلې.
د النور ډلې يو مشر و ويل، چې د سيسي له خپلو ملګرو ورته دوی ډېرې رايې ورکړي دي.
د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د رأي اليوم خبري سايټ ريس تحرير استاد عبدالباري عطوان وايي، چې د مصر په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کمښت څو لاملونه لري:
اول د اخوان المسلمين لخوا له یادو ټاکنو سره پريکون دی. همدا رنګه د احمد ماهر په مشرۍ يو شمېر ليبرالانو هم له ټاکنو سره خپل پرېکون اعلان کړی دی.
دوهم: مصري ولس پوهيږي، چې که څوک رایه ورکوي اوکنه، چاپي او اليکترونيکي رسنيو د خلکو ذهن ته دا خبره اچولې، چې سيسي به واک ته رسيږي، نو رايه ورکول بيا څه معنا لري.
درېيم: ډېری مصري ځوان کهول له ټاکنو سره خپل پرېکون له دې امله اعلان کړی، چې که سيسي واک ته ورسي، دا به د حسني مبارک او له هغه مخکې زورواکو ديکتاتورانو دوهمه لړۍ وي.
څلورم: مصري ولس داسې انګيري، چې د دوو نوماندو تر منځ دغه ټاکنې داسې بريښي لکه ټول پوښتنه يا ريفرينډم او په دغو ټاکنو کې پر اخوان المسلمين بنديز لګيدلی و، چې د مصر تر ټولو ستر سياسي خوځښت دی.
استاد عطوان وايي، چې د مصر ولسمشريزو ټاکنو د مصريانو دا کم ګډون ټولو سياسي کارپوهانو، رسنيو او درباري مبلغينو ته مغزو د سکتې په څېر خطر ناک درد لري، ځکه چې دوی شپه ورځ خپلې خولې د سيسی په حمد وثنا کې خلاصې کړې وې او اخوانيان يې د مصر تر ټولو منفور خلک بلل، ولې ځمکني حقايقو هر څه سرچپه وښودل، چې د ټولو غورځو پرزو سربېره ايله ۳۷سلنه مصريانو په دغه درې ورځني ټاکنيز بهير کې ګډون وکړ.
سيسي خو هسې هم واک ته رسيږي، ولې په ډېره بې شرمه لار.
د ماليزيا پخواني صدراعظم دکتور مهاتير محمد وايي، چې د اخوان المسلين غړی دکتور محمد البلتاجي، چې د اعدام حکم پرې شوی، محکمه کې داسې خبرې کولې، لکه د مصر ولسمشر چې وي، ولې د زرګونو مصريانو په وينو واک ته رسيدلی خونړی جنرال سيسي بيا سره له دومره واک او ځواک هم ډېر وارخطا او اوتر ښکاري.
مصري ولس وښودله، چې درواغژنې رسنۍ او تبليغات پر دوی هېڅ ډول اغېز نه کوي.
مصريان پوهيږي، چې د هيواد امنيت، اقتصاد ورځ تر بلې د تباهۍ پر لور روان دي، نو هيڅکله به ونه غواړي، چې ميډيايي تبليغاتو له لارې خپل فکر او نظر بدل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x