سید اسحاق ګیلاني

سید اسحاق ګیلاني: که زموږ قوم په تذکرو کې ونه لیکل شي، نه يې اخلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي، که په تذکرو کې د دوی د قوم نوم ونه لیکل شي، هیڅکله به د تذکرو له وېشه ملاتړ ونه کړي.

هغه له طلوع تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې که هر څومره دا لانجه اوږدېږي، خو خپل قوم نه شي مسخره کولی.

«خدای دې کړي چې دا ستونزه هر څومره لویه شي، خو موږ د سید په توګه خپل هویت، یا هم قرلق، خلیلي او نور نه شو مسخره کولی.»

په برېښنايي تذکرو کې د ملت «افغان» تر څنګ، د قوم نوم هم لیکل کېږي، چې یوازې پکې د څوارلسو قومونو نومونه ثبت شوي دي.

د برېښنايي تذکرو د وېش مسوولین وايي له دې پرته پاتې قومونه باید په یادو څوارلسو قومونو کې یو وټاکي.

د قومونو د مشترک کمیسیون او د د ازاد افغانستان د اسلامي حرکت مشر، سید محمد علي جاوید وايي چې وړمه ورځ ارګ ته د بایومیټریک لپاره لاړ، خو چې خپل قوم يې ونه موند ترې تېر شو.

هغه یادې سرچینې ته ویلي، چې یو ځوان ورته وویل چې له پورته څوارلسو قومونو یو وټاکه، «ما ورته وویل چې قوم انتخابي نه وي.»

د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، دوی ته د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس هر څوک چې قوم يې، په یادو شویو څوارلسو قومونو کې نه وي، باید له همدې قومونو یو وټاکي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش پر وړاندې د اجراییه رییس په ګډون ګڼ نور متنقدین هم شته.

په ورته وخت کې بیا ولس په پراخه توګه د دې تذکرو د ژر وېش غوښتنه کوي.

ځينې شنونکي پر دې اند دي چې حکومت په لوی لاس لانجې زېږوي، تر څو راتلونکې ټاکنې ټکنۍ کړي او خپل واک وغځوي.

له کابله خپرېدونکې خپلواکې ورځپاڼې مسیر؛ په تازه ګڼه کې تر «حکومتي مشران د ټاکنو اراده نه لري او د سیاسي لانجو او بې ثباتۍ له لارې د واک غځولو هڅه کوي» عنوان لاندې پر همدې موضوع تبصره کړې.

ورځپاڼه د شنونکو په حواله ليکي چې «وروستۍ سیاسي بې ثباتۍ او لانجې هم تر ډېره مصنوعي دي او حکومتي چارواکي په دې ډول غواړي خلکو ته وښيي چې حالت خراب دی، نو باید د ملي یووالي د حکومت عمر وغځېږي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د