افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: پر انټرکانټنینټل هوټل د برید په اړه راپور په تیارېدو دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، د شاوخوا میاشت وړاندې د کابل ښار زړه کې پر انټر کانټنینټل هوټل د برید راپور په تیارېدو دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، دوی څېړنې کړې، راپور يې په تیارېدو دی او ډېر ژره به يې ارګ ته وسپاري.

د هغه په خبره کله چې يې ولسمشر هم تایید کړي، بیا به يې له خلکو سره شریک کړي.

دغه برید چې شاوخوا میاشت وړاندې طالبانو وکړ، کورنیو چارو وزارت ژمنه وکړه، چې دوه اوونۍ وروسته به يې جزییات بشپړ له رسنیو سره شریک شي.

د بريد ټوله اوونۍ د جسدونو پېژندل او هېوادونو ته سپارلو لړۍ روانه وه، چې پکې د کام ایر شرکت اوکرايني کارکوونکي او د ټرمپ د کمپاینر په ګډون شپږ تنه امریکايي تبعه هم وژل شوي و.

په دې پېښه کې د قربانیانو خپلوانو ويلي، چې د قرباني شویو کسانو خونې پلټل شوې او د دوی بکسونه او سامانونه لوټ شوي دي.

دغې پېښې چې لا يې هم د څرنګوالي بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي، په سیاسي بحثونو کې ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.

هوټل ته د طالبانو ننوتل، د بهرنیانو دقیق په نښه کول او د سهار تر لمر ختو پورې د افغان ځواکونو ځنډ هغه څه دي چې حکومت يې لا هم د ځوابولو توان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x