fbpx
Nashtar-Siasy-Estakhara

سیاسي استخاره

په دې کې شک نشته چې ډیرو سیاستوالو دین د سیاست له پاره کارولی ده او کاروي یې، که موږ تاریخ ته ځیر شو د سیاست له پاره له دین نه د کار اخیستلو پریمانه بیلګې ترلاسه کولی شو، په دې ناروا کار کې دوه ډوله خلکو برخه اخیستې ده یو پر واک او قدرت مینو سیاستوالو او دویم بدو علماو(علماء سوء) دا خبره تردې ځایه رسیدلې ده چې آن قراني ایتونه د واکمنو په ګټه تفسیر شوي دي او بله دا چې د واکمنو په ګټه په رسول الله صلي الله علیه وسلم پوري په دروغو حدیث هم تړل شوي دي، په موضوعي حدیثو کې داسي حدیثونه شته چې د وخت د واکمن په ګټه جوړ شوي دي.

دا حقیقت نن هم ډیر ځله رامنځته کیږي، د اسلامي نړۍ د واکمنو ترڅنګ د بدو علماو ډلې ډلې شتون لري او د دوی لوی کار د وخت واکمن ته له دین نه کار اخیستنه ده العیاذبالله، یوه پیښه یې څو ورځي مخکي د حضرت صبغة الله مجددې د استخارې خبره وه، هغه وویل ما استخاره کړې ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په واک ته رسیدلو کې خیر نشته باید ډاکټر اشرف غني واک ته ورسول شي، اصلا دا خبره د استخارې د حقیقي مفهوم نه هم خلاف ده د استخارې مطلب په دوو یا څو کارونو کې د هغه کار غوښتنه ده چې ښه او خیر په کې وي، استخاره یعني خیرغوښتنه، استخاره سنت طریقه ده یو صحابي وایې موږ ته به رسول الله صلي الله علیه وسلم د استخارې تاکید کاوه، نو استخاره د یو چا د خپل کار په اړه کیږي، د حضرت صاحب استخاره به د ده د رایې په اړه وي یعني ده ته به په استخاره کې دا معلومه شوي وي چې دی باید خپله رایه ډاکټر اشرف غني ته ورکړي، او دا د ده کار شو .

حضرت صاحب چې استخاره له خپلې رایې واړوله او د ښه او بد کاندید د معلومولو معیار یې وګرځوله مطلب دا شو چې دا مسنونه استخاره نده بلکي دا سیاسي استخاره ده او آن ډالري استخاره ده، حضرت صاحب د ډیر لوی عمر سړی دی، د جهاد او سیاست په ډګر کې یې ټول عمر تیرکړی ده، ده کولی شوی د خپلو تجربو او پوهي په رڼا کې یې د خپل خوښ کاندید په اړه کره او پخې خبرې کړې وی او خلک یې باید پوهولي وی چې ډاکټر اشرف غني ستاسو له پاره غوره کاندید دی باید هغه ته رایه ورکړئ په کار نه وه چې یو نبوي سنت عمل(استخاره) یې د سیاسي موخو له پاره کاراوه او سنت استخاره یې سیاسي استخاره وګرځوله.

دا خبره تر دې هم بدتره ده چې کله د ده داستخارې په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله د فیسبوک له پیج نه دا نوی انکشاف ووینئ، هغه وایې د دې استخارې له پاره د حضرت صاحب بانکي حساب ته ۲۳۰ زره ډالر حواله شوي دي دی لیکي: پس از آنکه محترم حضرت صبغت الله مجددی مدعی گردید بدلیل استخاره از داکتر اشرف غنی احمدزی حمایت نموده، یک کارمند شاغل در یک بانک معروف دانمارکی پرده از راز این حمایت برداشت. محترم فرانک اینگبرگ شاغل در یکی از شعب بانک Andelskassen Østjylland فاش ساخت بتاریخ ۱۴ می ۲۰۱۴ حواله ای به مبلغ ۲۳۰ هزار دالر آمریکایی از جانب بانکی در نیویارک ایالات متحده برای حضرت مجددی به شعبه کپنهاگن بانک مذکور ارسال شده است.

این کارمند همچنین تأکید کرد که بتاریخ ۲۲ اکتبر ۲۰۱۳ نیز مبلغ ۱۵۰ هزار دالر در دو بخش برای جناب ایشان ارسال شد که به دلیل قانون پولشویی در دانمارک، بچه حضرت مجددی برای ادای توضیح در باره منشاء پول مجبور به حضور در اداره پلیس گردیده و پس از تأییدیه داکتر خلیلزاد در باره منشاء پول، این مبلغ آزاد گردید. نزدیک بودن بسیار زمان این حواله های بانکی مشخص با مقاطع مهم تاریخی در اقدامات حضرت، موجب بروز این شبهه گردیده که مبلغ ۱۵۰ هزار دالر اول برای دفاع قاطع ایشان از انعقاد توافقنامه امنیتی ـ دفاعی با آمریکا و مبلغ ۲۳۰ هزار دالر دوم بلحاظ حمایت از کاندیداتوری داکتر اشرف غنی احمدزی پرداخت شده است.

په دې کې شک نشته چې هرځای سیاستوال د خپل مخالف لوري په سپکولو او ټیټولو هیڅ صرفه نه کوي د دوی پخپلو کې په یوه بل تورونه ډیره کمه سلنه حقیقت لري نو د عبدالله عبدالله دا لوړه خبره هم د باور وړ نده خو دا خبره هم ښکاره ده چې د غلو چلونه او فریبونه غلو ته ښه معلوم وي، دا په ډالري پیر کې رامنځته شوي سیاستوال، حضرتان او پیران چې د خپلې خاورې او حریت په پلورلو بند او خلاص نشول نو ډیره شوني ده چې یوه استخاره په دومره مبلغ ډالره وپلوري، او بل هغه کیسه ګۍ هم د دوی د حالت ښه تعبیر کیدلی شي چې وایې الفت صاحب او خادم صاحب یو ځای روان وو په لاره کې یې دوه ښځې ولیدلې چې د ناندریو حالت یې ناوړه تورونو او تهمتونو ته رسیدلی و خادم صاحب ورته وویل: الفت صاحب دا ښځې څه وایې؟ هغه ورته وویل: دواړه حقایق بیانوي. نو د کاندیدانو د یوه بل پر خلاف ځیني خبرې حقایق کیدلی شي.

نښتر، د نعمان منلي کالم، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د