افغانستان

فاریاب: د ولسي جرګې غړی د دوستمي اربکیانو له محاصرې خلاص شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): په فاریاب کې د دوستم د اربکيانو له لوري د ولسي جرګې غړی له محاصرې خلاص شو.

فتح الله قیصاري چې د اربکیانو د مشر نظام الدین قیصاري له لوري د فاریاب ولایت مقام په یو نیم کیلومټرۍ کې د ملي اردو په لوا کې له څلورو ورځو راهیسې محاصره و، نن ازاد شو.

نوموړی په شمال کې د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال امان الله مبین په منځګړیتوب د دوستم د نږدې کس نظام الدین قیصاري له محاصرې خلاص شو.

نظام الدین قیصاري څه موده وړاندې دعوه کړې وه، چې فتح الله قیصاري يې د وژلو لپاره یو ماین خښوونکی ور لېږلی و، چې ده ژوندی ونیو او په جرم يې اعتراف وکړ.

هغه وايي چې قاتل ته يې فتح الله قیصاري او د هغه ملګري رحمت الله ترکستاني د یو نیم میلیون افغانیو ژمنه ورکړې وه.

دوه میاشتې وړاندې هم نظام الدین قیصاري، رحمت الله ترکستانی هم محاصره کړ، خو د فاریاب والي يې د خلاصولو لپاره ننواتی ورغی.

په فاریاب کې ولایتي اداره او پوځي چارواکي په داسې حال کې د دې داخلي ګډوډۍ په ارامولو بوخت دي، چې د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د لسګونو کمانډو ځواکونو د محاصرې خبر تازه ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x