fbpx

کورنیو چارو وزارت: د دولتي کارکوونکو په ګډون یې ۳ زره قاچاق کوونکي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ریاست وايي، په روان کال کې یې د مخدره توکو د قاچاق او د مخنیوي لپاره یې ۲۵۰۰ عملیات کړي او ۲۸۴۸ قاچاق کوونکي یې هم نیولي دي.

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال خلیل بختیار نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په نیول شویو کسانو کې ځینې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم دي؛ خو د نوم ښودلو څخه یې ډډه وکړه.

ده وویل، په نیول شویو قاچاق کوونکو ځینې مهم کسان دي، ځینې یې متوسط، ځینې پرچون پلورونکي او د مافیايي کړیو ځینې غړي پکې هم شامل دي.

د جنرال بختیار په خبره، په دغو نیول شویو کسانو کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو په ګډون ۶۹ دولتي کارکوونکي هم دي، چې د دولتي اسنادو څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله او مخدره توکي یې لېږدول.

دی وايي، په ۲۸۴۸ کسانو کې ۵۶ ښځې او ۱۳ بهرنیان هم نیول شوي، چې ۷ تنه یې ایرانیان او شپږ تنه یې پاکستانیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد ریاست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې یې ۲۳۱ ټُنه بېلابېل ډوله مخدره توکي، الکولي مشروبات او هیرویین نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د قاچاق کوونکو د نیولو خبره داسې مهال کوي، چې اوسمهال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې مخدره توکي کرل کېږي.

امنیتي ادارې نږدې هره ورځ د مخدره توکو  او قاچاق کوونکو د نیولو خبره کوي؛ خو له دې سره بیا هم افغانستان د نړۍ لومړی هېواد چې ډېر مخدره توکي پکې کرل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د