افغانستان

فراه: طالبانو د اوو تنو امریکایانو د مرګ ژوبلې دعوه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي ځواکونو يې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې پنځه امریکایان وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې جګړه د یادې ولسوالۍ په ګراني او ګنج اباد سیمو کې رامنځته شوې ده چې لا هم دوام لري.

د سرچينې په وینا امريکايي عسکر د کورنیو هغو په ملګرتیا سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي و، چې د دوی له کمین سره مخ شول.

خبرپاڼه کې د ګڼ شمېر افغان عسکرو د وژل کېدو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې پوره جزییات به د جګړې له پای ته رسېدو رووسته خپاره کړي.

د فراه ځايي چارواکو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت بهرنیو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x