نړۍ

سنوډن: زه یو ادنا نه؛ بلکې ماهر جاسوس وم

نن ټکی آسیا: د امریکايي استخباراتو د زیاتو رازونو افشاکوونکي ایډوارډ سنوډن رسنیو ته د ده له لورې د افشا شویو اسنادو او رازونو د اهمیت او لا کره توب په پار ویلي، چې نوموړی د امریکايي استخباراتو یو ادنا او کمزوری جاسوس نه ؛ بلکي یو پياوړی او په بریښناييزه برخه کې ماهر جاسوس و.

سنوډن د امریکا له این-بي-سي تلویزیوني چینل سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې ده د امریکا د استخباراتو او ملي امنیت لپاره په بهر کې دندې سر ته رسولې دي.

د سنوډن په خبره، امریکا زیات پټ معلومات د انسانانو په پرتله له کمپیوټر څخه تر لاسه کوي.

نوموړي د ځان په اړه وویل، چې دی یو ماهر او باثابقه روزل شوی جاسوس و او سې ای اې ته یې په بهر کې په مستعار نامه کار کړی او زیاته یې کړه، چې ده یوازې په تخنیکي برخه کې فعالیت کاوه او د خلکو په استخدام او ګمارنه کې يې برخه نه لرله.

سنوډن دا هم ویلي، چې ده د امریکا لپاره یو پر مختللی نظام جوړاوه او په دې لړ کې يې له ټيټې پوړۍ نه نیولې تر لوړې هغې پورې کار کړی دی.

ده د ځان په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې رد کړې، چې دی یې يوه ټيټ پوړی او ادنا جاسوس معرفي کړی. ده بیا هم په ټینګار سره وویل، چې ما د امریکا د ملي امنیت او سې آی اې لپاره کار کړی او په دې اړه یې په مرکز کې لیکچر هم ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د استخباراتي ادارې کارکوونکی دېرش کلن اډوارډ سنوډن تېر کال له امریکا څخه په تېښته بریالی شو او اوس مهال ورته روسیې پناه ورکړې. نوموړي له خپل هېواده له تېښتي سره جوخت یو لړ اعترافونه او مهم استخباراتي رازونه له نړیوالو رسنیو سره شریک کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x