افغانستان

بشري حقونه: افغان حکومت دې په ميوند کې د ملکيانو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د بشري حقونو نړيوالې ادارې “هیوم رايټس واچ” په تازه خپاره کړي راپور کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د دولتي عملياتو پر مهال د ملکيانو د وژل کېدو په اړه دې پلټنه وکړي.

په راپور کې راغلي، چې تېره مياشت افغان ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د “بندتيمور” په سيمه کې په هغو ملکيانو ډزې کړي او وژلي يې دي، چې له کورونو د تېښتې په حال کې و.

راپور زياتوي، په دغې عملياتو کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو سربيره شل ملکي وګړي لومړی له خپلو کورونو راويستل شوي او بيا په ډزو سره وژل شوي دي.

بشري حقونو په خپل راپور کې ويلي، چې دوی د ځايي اوسېدونکي او عيني شاهدانو سره خبرې کړي او دغه کسان د ميوند په بند تيمور او د پنجوايي ولسوالۍ په ريګ سيمه کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې چې د امريکا هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره و وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو اته دېرش ملکيان هم د طالبانو سره د اړيکو په تور له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

راپور زياتوي، چې د دغې عملياتو مشري د ميوند ولسوالۍ د امنيې قوماندان سلطان محمد کوله چې نوموړی د کندهار د امنيې قوماندان جنرال رازق نږدې ملګری او همکار دی.

جنرال رازق وړاندې تر دې هم د بشري حقونو ډلو له لوري د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن شوی او ويل کېږي چې نوموړی په کندهار کې شخصي زندانونه لري چې پکې بنديانو ته سختې شکنجې او تعذيبونه ورکول کېږي او د ځانګړو وسله والو په مرسته په دغې ولايت کې هدفي وژنې، ترور او انسان تښتونې کوي.

د بشري حقونو په راپور کې له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې چې د يادو پېښو په اړه دې بې پرې پلټنه وکړي.

د سیمي د اوسېدونکو د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس، په دې عملياتو کې ۲۹ تنه ولسي وګړي چې ډېری يې ځوانان دي د دولتي ځواکونو له لوري وژل شوي ، ۳۵ تنه نور يې د بنديانو په ډول له ځان سره وړي او په سيمه کې د ټولو کورونو موټرسايکلان او موټران چې د دوی لاس رسی ورته کېدی سوځلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هغه مهال ويلي و، چې په سيمه کې طالبانو شتون نه درلود او ټول ځاني او مالي تلفات مليکيانو ته اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بشری حقوق معمی جوړه شوی ، اوس وخت کی بشر یواځی امریکایان ، اروبایان او هغوی دی چه نظامی او مالی پیاوړتیا لری مظلوم بشریت باندی هغه پیاوړی بشریت نښی صحیح کوی وسلی بری تجربه کوی له وزلو اوشکنجو یی خوند اخلی . د میوند د شهیدانو خبره پریږده ټول افغانستان او ټوله اسلامی نړی میوند میوند دی . د بشری حقوقو مدافعین هم هماغه د بشری حقوقو متجاوزین دی چه غل دی مدعی وی شرعی له جا سره ځی ؟ بس د ځنګل حکومت او دخڼګل قانون دی هر هغه چه دالر او وسله ولری هغوی په حقه او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x