استشهاد او انتحار د ناپوه مفتيانو او تكفيري انقلابيانو په تله كي

حکمتیار

د استشتهاد او انتحار په اړه به مو هغه اظهارات او څرګندوني حتماً اورېدلې وي چي په دې وروستيو كي او له هغه وروسته وړاندي شوي چي له طلوع نيوز سره زما مركه خپره شوه، ځينو استشهادي عمليات حرام وګڼل، هغه ئې له انتحار او ځان وژني سره تشبيه كړل، ځينو حتى د شهادت تمناء او داسي عمليات تحريم كړل چي په هغه كي د وژل كېدو احتمال قوي وي، ځيني تر دې هم وړاندي ولاړل او وئې ويل: زما په فكر بايد افغانان په قطعي او دائمي توګه د وسلو كارول تحريم كړي!!! يعني دا چي له جنګ غوښتونكو سره هم ونه جنګېږي او له تېري كوونكو سره هم!! د هر يوه موخه او محرك څرګند دئ، داسي اظهارات د ځينو مأموريت دئ او په بدل كي ئې اجوره او معاوضه ترلاسه كوي، د ځينو نورو هغه هڅه چي غواړي له دې لاري د هغو ځواكونو حمايت او شاباسى ترلاسه كړي چي د وسلو په زور او د جنګ له لاري پر افغانانو حكومت كوي او غواړي چي افغانان د دوى په خلاف جنګېدل او د وسلې كارول تحريم كړي!! ځيني په دې هم نه پوهېږي چي د داسي اظهاراتو پايلي څومره بدي او وخيمي دي! نه يوازي له اعتقادي پلوه بلكي له سياسي پلوه هم!! له ديني پلوه خو د حلال او حرام په اړه د خپل هوس په غوښتنه قضاوت كول دي چي له كفر او ارتداد سره مترادف عمل ګڼل شوى، او له سياسي پلوه د هغو جنګياليو روحيه او عزم سستول چي په زړورتيا او د قربانۍ له مضبوطي جذبې سره د خپل حق، آزادي، خپلواكي، له ديني او ملي ارزښتونو د دفاع په لار كي د جنګېدو او قربانۍ طمع ترې كوو!!

د دې دواړو؛ انتحار او استشهاد د روښانه توضيح لپاره راشئ يو مثال ستاسو مخي ته كښېږدم: يو تروريست، له انتحاري واسكټ سره په داسي حال كي جومات ته ننوځي چي لمونځ كوونكي د لمانځه لپاره ودرېږي، يو مؤمن مجاهد هغه ته متوجه كېږي، له ځان سره وايي: كه پرېږدم دا بې دينه او وحشي تروريست په جومات كي چاودنه وكړي، وتښتم، يوازي خپل ځان وژغورم؛ خداى ته به څه ځواب وايم، د قرآن دا آيت ئې مخي ته ودرېږي چي وايي:

څوك چي يو انسان له مرګ وژغوري داسي دئ لكه چي ټول انسانان ئې له مرګ ژغورلي وي، ځان تروريست ته رسوي، په غېږ كي ئې كلك نيسي، له جومات ئې بهر وړي، د جومات په انګړ كي ئې پر زمكه څملوي، همدا مهال تروريست توانېږي چي د بم بټن كښېكاږي، دى او تروريست وژل كېږي خو ټول لمونځ كوونكي ژغورل كېږي!! په دې دواړو كي د يوه كار حرام او د دين ضد دئ او د بل كار سپېڅلى او شهادت طلبانه. تروريست د مسلمان د ويني حرمت او د خداى د كور (جومات) هتك حرمت نه يوازي جائز ګڼلي بلكي هغه ئې جنت ته د رسېدو وسيله او لنډه لار منلې، له همدې كبله مرتد شوى او د اسلام له دائرې وتلى، د قرآن په وينا د داسي قاتل انسان ځاى ابدي دوزخ دئ، اما هغه مؤمن مجاهد د الله تعالى د رضاء حاصلولو لپاره خپل سر قرباني كړى او د مسلمانانو د ژغورني لپاره ئې داسي عمليات تر سره كړي چي په هغه كي ئې وژل كېدا حتمي وه! له جاهلو مفتيانو پوښتنه كوم: آيا دا دواړه برابر دي؟ آيا د شهادت تمناء او داسي شهادت طلبانه عمليات ناجائز دي؟ د قرآن دې آيت په اړه به څه وايئ چي فرمايي:

وَلَقَدْ كُنتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِن قَبْلِ أَن تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ.

د آيت مفهوم دا دئ: اې د پيغمبر يارانو! تاسو خو ټولو تر دې وړاندي د شهادت تمناء كوله؛ كله چي د احد په جګړي كي د دې تمناء ترسره كېدو فرصت په لاس درغى نو ولي مو په رډو رډو سترګو ورته كتل؟ يعني ولي مو دا فرصت ضائع كړ، ولي وتښتېدئ، ولي مو رسول الله صلى عليه و سلم يوازي پرېښود؟!!

عالي جنابانو! هغه څه چي الله تعالى ئې په نه كولو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران ګواښلي او معتوب كړي تاسو ئې په كولو خلك د اسلام له دائرې باسئ!!! قرآن شهادت د ټولو صحابه وو ستره تمناء ګڼي، له مرګ وېره او له دښمن تېښته د دوى له شأن لري بولي، خو تاسو د شهادت تمناء او داسي عمل چي په نتيجه كي ئې مجاهد وژل كېږي حرام او ځان وژنه بولئ!!! آيا ستاسو فهم، قضاوت او فتوى د تعجب وړ نه ده؟!!

هيله ده د قرآن د دې مبارك آيت مصداق نشئ:

وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ* آل عمران: 78

او د دوى (د اهل كتاب علماوو) يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي.

يعني دا مكاره او ټګماره ډله خپلي ليكني او خپلي خبري د الله تعالى كتاب ته منسوبوي، خپل غلط او مغرضانه تفسير او تعبير ته الهي تعبير وايي، دوى دا غلطي قصداً او په لوى لاس كوي، ښه پوهېږي چي دا خبري نه د الله تعالى په كتاب كي شته او نه د الهي كتاب معنى هغه ده چي دوى ئې وايي. په دې آيت پسي له ذكر شوو نورو آيتونو دا په ډاګه معلومېږي چي په دې رنځ اخته كسان هغه دي چي له دين ئې دكان جوړ كړى او له دين او مذهب ناوړه ګټه ترلاسه كول په ميراث ورته رسېدلي.

10
تبصره وکړئ

avatar
9 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله کوچی
میلمه
عبدالله کوچی

ایله چي تاسي د حکمتیار سره د ناپوهـ او عقده اي مخالفته لاس واخیستی

توکل
میلمه
توکل

حکمتیار صاب! زه نور نه پوهیژم ستاسی په دریځ -ولله اعلم- خو ستاسی خبری ستاسی د مقاومت ځخه تر اوسه پوری فرق کوی او دا شکاره ده- ستا خبری د عمل سره متناقضی دی. ستا مونژ ته دین وښودلو څه د خبرو په شکل که او هم د تألیفاتو په شکل کښی. خو یوه خبره روښانه ده چی ستاسی جهادی رهبرانو دین خپل کور او اولاد ته ونشودلو او ده هفه تربیه مو صحیح و نشوای کړای. د ستاسی رهبرانو اولادونه ماډلنګ او یا د هنرمندانو سره واده کوی چه دا ستاسی لپاره شرم او ننګ دی. او شخصا ستا… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

دخو زما په خيال ### ده

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

بلکل همداسې ده یارانو

احمد
میلمه
احمد

لیکونکیه تا نه پوښتنه کوم چی فکس تاریخ راته یاد نه دی تقریبا څلور تر پنځه کاله مخکی دکرزی دوره وه ستاسو دتنظیم یو غړی دکابل دباغ قاضی دمنډیی دپاسه هغه دپوښتی ډډه ته په هغه سړک چی دامریکایانو ټانګ په راروان وو ستاسو کس لږ مخکی تر رارسیدو د ټانګه چی صرف دبرید کونکی او ټانګ تر منځ دوه دری متره فاصله پاتی وه برید کونکی ځان ته انفجار ورکړ له بدمرغه چی ټانګ روغ ووت خو لس بیا تر دولسو عامو خلکو چی دوه تنه پکی جوالایان دباغ قاضی دمنډیی وو خپل زوند پکی له لاسه ورکړ او… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

هغه چې تاسو یې په هرات باستان کې په بوټ وویشتی انتحاري وو که استشهادي ؟؟

احمد
میلمه
احمد

ډیری خبری دی راسره خو کمپیوټر هم خراب دی او زه هم دکمپیوټر سره ډیر بلدتیا نلرم تاسو جناب ته انجنیر صاحب محمد نذیر تنویر له هالند نه ځومره ښکلی او دخواخوږی مشوری درکړی چی حکومت کی مه داخلیږه هغه هم ستا دتنظیم غړی وو یو وخت کشمیر خان دالله ج وبښی دتا په دی عمل درنه خفه شو لاړ بی شمیره نور تکړه مجاهدین دی په دی خپل عمل له ځانه خفه کړل نو چی داسی ذلت ته موغاړه ایښودی شوی بیا ولی دروسانو سره وجنګیدی فرق یی د اوس سره څه دی .له کومی ورځی چی دتا په… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

د توکل ورور تبصری سره مکمل موافق یم بلی تبصری ته ضرورت نشته

اقبال
میلمه
اقبال

پرونی اربکی او نننی داعشی مشر ګلبدین خان د لیکنی په اړه : مونږ د داعشی مشر هغه مرکه یوه یوه واوریدله او د داعشی مشر د څو مخۍ نښی پکی له زرو میلو لیری هم لیدل کیدلی په هغه مرکه کی یی د هم د خدای او هم د دجال د خطا ایستلو هڅی کړی ، تاسی دوباره هغه مرکی ته مراحعه وکړی زړه می وو چه هغه یو ځل بیا ولولم او هغه برخه یی خلکو ته وړاندی کړم چه داعشی مشر پکی د دجالی او خدایی جنت د ترلاسه کولو وسی او هڅی پکی کړی. هغه برخه… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

ناپوه مفتيانو او تكفيري انقلابيانو!!!!
ههههههههههههههههههعهههههههههههههههههههه
داسې نه سی څې د یوې په جای څلور ګوتې تا محترم ( حکومتیار) ته متوجه نه سی.
۱- ماضی دی ریښتیا هم د تکفری انقلابیانو نه کمه نه وه.
۲- او اوس بیا د ناپوهانو په څیر ګډې وډې یا ضد نقیض وایی.
ولاکه په تبصره ارزی خو دا څې طاقت د نه کیږی. خلک مجبوره سی یو څه درپکې ووایی.