fbpx

خوست: د کمپاین ځواکونو لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د کمپاین په نامه عسکرو له تېرو دوو راهیسې عملیات پیل کړي، چې څلور ملکي وګړي یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادو ولسوالیو ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو سره افغان هوايي ځواکونه هم ملګري دي او د لسګونه ملکیانو کورونه یې بمبار کړي دي.

د دوی په خبره، د ابادخانې او سوري پاڼ په سیمو کې د کمپاین عسکرو د یوې نجلۍ په ګډون شپږ تنه ټپیان کړي او څلور تنه یې وژلي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د خوست د والي مرستیال شېربادشاه ارګوني په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د کمپاین عسکرو عملیات تایید کړي؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري ښودلې ده.

د تېرې شنبې پر ورځ په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د رفیع الله په نامه یو ۱۴ کلن هم وژلی و.

همدارنګه تېره میاشت د خوست په عليشرو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي وو، چې پنځه تنه سره وروڼه وو.

په خوست کې د کمپاین عسکر ډېری وخت ملکي وګړي په نښه کوي او د طالبانو په تور یې وژني.

په تېره یوه میاشت کې د کمپاین عسکرو له لوري په خوست کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه نور راپورونه دلته لوستلی شئ.

خوست : د کمپاين عسکرو د لیسې زده کوونکی وژلی

خوست: د دولتي ځواکونو عملياتو کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي

خوست: نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې ملي امنیت یو دیني عالم وژلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د