
په سویل کې د ایساف یوه چورلکه نسکوره شوې
نن ټکی آسیا: په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي چې يوه چورلکه يې غورځېدلې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چورلکه پرون د افغانستان په سوېل کې ولوېده.
د ایساف مطبوعاتي خبرپاڼه وايي، چې په دې پېښه يو سرتېرى وژل شوى، خو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.
ايساف د وژل شوي سرتېري د هویت ترڅنګ د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
طالبانو تر دې دمه د هېواد په جنوب کې د ایساف د لوېدلې چورلکې او وژل شوي بهرني عسکر په اړه څه نه دي ویلي.