روغتیا

ماشومان مو د زدکړو تر څنګ لوبو ته هم وهڅوئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): نوې څیړنه ښيي چې ماشومان باید له ماشومتوبه په لوبو روږدي شي، ځکه چې هغه لوبې چې توپ سره ترسره کیږي په ځانګړي ډول فوټبال، د هډوکو مضبوطوالي او ښه وده کولو لپاره یو شمېر ګټې لري.

د څیړونکو په وینا د اتو نه تر لسو کالو پورې د ماشومانو هډوکي او ددوی بدني قوت مضبوطولو لپاره باید پر دوی هغه لوبې وکړل شي چې په توپ ترسره کیږي، او یا هغه لوبې کومو سره چې ددوی د پښو ورزش کیږي.

څیړونکي پروفیسر پیټر کرسټرپ ویلي دي: زمونږ څیړنې ثابته کړې ده چې په ښوونځیو کې په روزانه ډول ماشومانو ته ورزش ورکول او لوبې کول ددوی هډوکو ته زیاته ګټه رسوي.

د برتانیې په یوه ورځپاڼه کې د یو خپاره شوي راپور په ترڅ کې ویل شوي دي چې د ماشومانو د هډوکو مضبوطوالي او بدني قوت لپاره پر ۲۹۵ ماشومانو ازموینه ترسره شوه، چې په پایله کې معلومه شوه هغه ماشومان چې په توپ سره لوبې کوي د عادي ماشومانو په نسبت یې هډوکې لس سلنه مضبوط ول، او همدا ډول ددوی توازن هم د عادي ماشومانو په نسبت پنځلس سلنه ښه ښودل شوی و.

څیړنه زیاتوي چې په ښوونځي او یا هم په بل فارغ وخت کې د ماشومانو لپاره هغه لوبې چې ددوی ورزش ورسره کیږي او په ځانګړي ډول چې په توپ سره ترسره کیږي د هډوکو مضبوطوالي او په بدني قوت مثبت اغیز کوي.

سرچینه: آج نیوز اردو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x