سامسنګ کمپنۍ د نړۍ تر ټولو د لوړې کچې نوی هارډ ډیسک جوړ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د سامسنګ کمپنۍ اعلان کړی چې دوی تر ټولو د لوړې کچې نوی هارډ ډیسک چې 30 ټيرا بایټ (TB) ذخیره ځای کوي جوړ کړی دی.

له دې وړاندې همدغې کمپنۍ تر ټولو د لوړې کچې 16 ټیرا بایټ هارډ ډیسک وړاندې کړی و چې نوی هارډ ډیسک ترې دوه چنده زیات ځای لرونکی دی.

باید څرګنده شي چې ۱۰۰۰ جي بي GB (ګیګا بایټ) یو ټیرا بایټ TB کیږي، نو ۳۰ ټیرا بایټ ۳۰۰۰۰ ګیګا بایټ GB ذخیره کیږي.

په کمپیوټر یا لیپټاپ کې د استعمال لپاره دغه هارډ ډیسک چې نوم یې PM 1643 دی، په اسانۍ سره د 500 ورځو مسلسل ویډیو کتلو په اندازه ذخیره لري، او سرعت یې 1700 MB او 2100 MB دی، چې د عام او نورو هارډ ډیسکونو په نسبت درې چنده چټک دی.

دغه هارډ ډیسک تر دې دمه د پلورلو لپاره بازار ته نه دی وړاندې شوی او نه هم کمپنۍ دغه خبره څرګنده کړې خو شاید د روان کار پای پورې وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د