له پرلپسې بریاوو وروسته افغان لوبډله زمبابوې ته ورسېدله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني جام غوراوي سیالیو لپاره زمبابوې ته ولاړه.

افغان لوبډله وروسته له دې چې په عربي اماراتو کې یې زمبابوې لوبډلې ته په دوه شل اوریزو سیالیو کې په دوه صفر، او په پنځه یو ورځنیو سیالیو کې د څلور پر یو ماتې ورکړه زمبابوې ته ورسېدله.

افغان لوبډله به د ویسټ انډیز په شمول د ۸ نورو لوبډلو سره په دغو سیالیو کې چې د زمبابوې په کوربه توب ترسره کیږي، ګډون کوي، او له دې څخه به دوه هغه لوبډلې چې پایلوبې ته لار مومي، د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني نړیوال جام د لوبېدو حق لري.

د غوراوي سیالیو لپاره لس لوبډلې وړاندې شوي چې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې له دې لسو لوبډلو څخه به یوازې دوه لوبډلې نړیوالو اتلولیو ته لار موندلی شي.

د یادونې وړ ده چې دغه لوبې به د مارچ میاشتې له ۴مې نېټې څخه پېل او تر ۲۵مې نیټې پورې به دوام وکړي، او همدا لامل کیدی شي چې راشد خان به په پاکستان سوپر لیګ کې ګډون هم ونه کړي، نوموړی د کویټې لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shafiqullah
میلمه
Shafiqullah

In The First iam very happy when afghanistan won the twenty and odi series and after this iam happy when afghan tiger Rashid khan Get First possition in icc odi ranking
Congratulation To Afghan People