معامله ګري د معامله ګر حکومت د بقاء چانس

احمد مختار

تیره ورځ د سمنګانو ولایت کې د والي د تقرر او انفکاک ډرامه د یوې معاملې په ترسره کولو سره پایته ورسیده.

د سمنګانو پخواني والي چې د اشرف غني د حکومت په مقابل کې یې بغاوت اعلان کړی و وروسته له هغه له بغاوته لاس په سر شو چې د ولایت په مقابل کې د سولې د عالي شورا مرستیالۍ امتیاز ورته ومنل شو.

خو د سمنګانو د مرستیال والي لانجه لا هماغسي ناندرییزه پاتې ده، که څه هم چې رسنیو ویلي چې نوموړي ته هم د ولایت د مرستیالي په عوض کې په کوم اروپايي هیواد کې د سفارت ورکولو ژمنه شوې خو نوموړي لا دم ګړۍ د ولایت مرستیالي په خپله قبضه کې ساتلې ده.

که څه هم د محلي ارګانونو ادارې یاده معامله په همدې بڼه رد کړې خو که هرڅرنګه وي د خدام د بغاوت تر شا د عطاء او ټول جمعیت لاس و چې له معاملې پرته د غني امر منل بلکل ناشونی کړی و.

په هرصورت اشرف غني وکړای شول د معاملې له لارې یواځې خپله رسوايي پټه کړې نور دا چې د ده نوی والی (ابراهیمي) به څومره د سمنګان د خلګو په درد وخوري او یا به د سمنګانو منفک شوی والي د سولې په عالي شوری کې څومره موثریت ولري هغه په ګډ حکومت کې مهمه خبره نه ده.

د تأسف وړ خبره دا ده چې د معامله ګري دا ناکام تسلسل یواځې د سمنګانو د والي په لانجه کې نه خلاصیږي ؛ بلکې لکه څرنګه چې د ګډ حکومت اساس په معامله ګري ښودل شوی همداسې به د هغه د بقاء لپاره ترپایه دغه ډول معاملو ته ضرورت وي.

عطاء محمد نورچې د ګډ حکومت له لوري تر ګوښه کیدو ورسته هم خپل ځان د بلخ ولایت بلا منازعه ټولواک بولي مخکي ترمخکي یې د ولایتې دندې پریښودو په مقابل کې د څو وزارتونو او په بهر کې د څو سفارتونو ترلاسه کولو غوښتنه کړې ، همداشان د جمعیت په ډلې پوري نور تړلي دولتي منسوبین هغه که وزیران دي ، که والیان دي او که امنیه قومندانان ، ټول به د دولتي حکم د منلو لپاره دغه ډول باج خواهي او بدماشي کوي.

چې د دغو ټولو باج خواهیو ګټه یواځې همدا معامله ګر بد ماشان ترلاسه کوي او د فساد بوج به یې د ولس پر اوږو پروت وي.

د معامله ګر حکومت همدا فاسد معامله ګران یواځې له دولت څخه په باج اخیستلو اکتفاء نه کوي، بلکې د حکومتي دندې پرمهال هم که هغوی ته له هرې خوا او په هرقیمت مادیات په لاس ورځي دوي له هرډول ځنډ پرته ورباندې معاملې کولو ته حاضریږي.

دا مشخصات له اشرف غني نیولې بیا د هغه د فاسد حکومت تر ادنی مامور له صفات لازمه څخه ګڼل کیږي.

امریکایانو وار ترله مخه د دوي همدا شخصیتي ضُعف درک کړی او تر هغه وروسته یې واک ورته سپارلی دی همدا وجه ده چې هغوی د خپل هیواد او ولس په بیه د امریکایانو هرډول غوښتنې په جګه ملا مني او په هیڅ صورت یې په مقابل کې د نه ویلو جرئت نشي کولای…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د