مجزأة بن ثور السدوسی رضی الله عنه

majzaah  را أخيستنه : م شکيب

 هغه وو چي دخدای ﷻ د لښکر سترو اتلانو له تنو څخه د قادسیه خاورې او ګردونه بادیدل، د خدای ﷻ  د ورکړي بري له امله ډیر خوښ وو، خوله هغو وروڼو سره یې هم ډیره غبطه کیده چي خدایﷻ یې دشهادت أجر په برخه کړی وو،بلي جګړې ته چي په سترتیا او عظمت کي دقادسیه دجګړې  خور وه ډير ليوال برښيدل او د دې انتظار یې یوست چي کله به د رسول الله ﷺ  دخليفه عمر رضی الله عنه امر جهاد ته د تللو په اړه ورته راځي  ترڅو د هغه په ترڅ کي کسروي تخت له ريښو وباسي.

د دې سترو او ځلاندو اشخاصو شوق  او انتظار ډیر وخت وانه خيست، هغه ؤ چي د فاروق استازی له مدینې  څخه مکې ته راستون شو او دمکې  د والي ابوموسی أشعري په نامه آمريه ليک ورسره ؤ، چي عسکر دي بوزي اوله هغه اسلامي لښکرسره دي پيوست شي چي له بصرې څخه راتلونکی  دی او بیا دي  يوځای«اهواز »ته په «هرمزان» پسي ولاړ شي ترڅوهغه فيصله، دکسروي تاج ملغلره او د فارس  دښارونو د مغلري په څير ځای «تستر» ښار فتح کړي، په هغه ليک کي  چي ابوموسی اشعري رضی الله عنه ته راغلی ؤ داهم ليکل شوي وو چي له لښکر سره دبني بکر سردار او د دوی یومنلی شوی امير، تکړه سپور او زړور جنګيالی مجزأة بن ثور السدوسي هم ملګری کړه .

أبوموسی أشعري رضی الله عنه دخليفة المسلمين د امر د عملي کولو لپاره لاس په  کار شو، لښکر یې تیار او د میسرې مسؤل یې مجزأة بن ثور وټاکی اوله هغه لښکر سره یې يوځای  کړل چي له بصرې څخه راتلونکی ؤ چي  وروسته ټول د خدای ﷻ  په لار ه کي غزاته ولاړل ،دوی  ښارونه  آزادول، کلاوي  یې پاکولې او هرمزان  د دوی له مخي څخه له يوځای څخه بل اوله هغه څخه بل ځای ته په تيښته ؤ، آن چي د«تستر» کلاته  ورسید اوهلته یې دهغې په غيږه کي ځان پناه کړ.

هغه تستر چي هرمزان ور پکښي پټ  شو، د فارس تر ټولو کلاوو ښکلې، ډيره ښه هوا لرونکې او فوق العاده محکمه وه، له پورتنیو صفاتو سره دا یو ډير لرغونی او تک شين ښار ګوټی ؤ چي ډير ژور تاریخ  یې درلود، د آس  په شکل  پر یوه لوړه مځکه  جوړه وه او یو لوی نهر اوبَوله چي په نهر (دُجیل) سره یادیده  او د همدې کلا په لوړه برخه کي دوه تالابونه وو چي سابو باچاجوړ کړي وو، هغو ته یې دنهر اوبه ورپورته کړي وې چي تر مځکي لاندي کيندل شوی ؤ.

د تستر کلا تالابونه  او د اوبو نهر ډير هیښوونکي څه وو،چي په دې بناء کي جوړشوي  وو،دا نهر او تالابونه  په کلکو او لویو ډبرو محکم شوي، پرټينګو او سپنیزو پایو ولاړ وو او دنهر دواړه یې په قلعي سره پوښلي وو.

تر تسترګرد چاپېره یو داسي دنګ او لوی دیوال راتاو ؤ، چي پر کلا یې داسي احاطه کړې وه لکه وښی چي پر مړوند باندي محيط وي، تاريخ پوهانو د دې په اړه ويلي : دا تر ټولو اوله  او ستره کلاده، چي دمځکي پر مخ جوړه شوې ده.

وروسته  هرمزان  د دیوال شاوخوا ډير ستر خندق وکیندی چي تیریدل ورڅخه ډیر ستونزمن  ؤ او تر هغه د کلا لورته یې دفارس  دلښکر وتلي سپاره ځای پر ځای او خزه کړل .

د تستر دکلا د خندق  پر شاوخوا باندي اسلامي سر تیرو لښکرکشي  وکړه  اتلس  میاشتي یې ورته تیري کړې، خو تر تیریدل  ورته مساعد نه شول .

د همدې اوږدې مودې په ترڅ کي یې د فارس له جنګيالانو سره اتیاجنګه وکړل، د دې جګړو هره یوه به اول ځل  د سیالو ډلو تر منځ په مبارزه سره پیلیده او وروسته په به ړانده هلاکوونکي او اجتماعي جنګ بدليدی .

هو! په همدې جګړو کي مجزأة بن ثورالسدوسي رضی الله داسي کارنامې وکړې چي عقلونه  ورته ګوته په غاښ وو اوپه یو وخت  اويو ځای کي  یې دښمنان او دوستان يو ځای وویرول .

نوموړي په مبارزيي توګه  د دښمن د ډلي سل (۱۰۰)تنه زړور سپاره او پهلوانان ووژل، د ده نوم داسي شو چي د فارسیانو په صفونو کي به رعب  ورڅخه بادیدی او دمسلمانانو په زړونو کي به یې دعزت  او ډاډ ولولې راپارولې.

په همدې وخت کي نوموړی هغو کسانو هم وپيژاند چي وړاندي یې ورسره شناخت نه ؤ اوپه دې  پوه شول چي اميرالمؤمنين ولي پر دې ټنګار کاوه چي دا وتلی اتل دي دهمدې غازي لښکر په تیاري کي حتمي وي .

د اتیاوو جګړو په وروستۍ پریکنده جګړه کي مسلمانانو پر دښمن پريکنده او رښتونې حمله  وکړه او په ترڅ کي یې دفارسیانو هغه مورچلي  ورخالي کړې چي پر خندق یې پاس جوړي کړي وې دوی ښار ته عقب نشیني وکړه او دخپلي  محکمي  کلا دروازې یې په ځان پسي بندي کړې .

مسلمانان له ډير اوږده تحمل  وروسته تر تیر په بل بدناورين واوښتل هغه داچي نوربه فارسیانو دکلا له برجونو څخه په رسا اونه خطا کیدونکو غشو سره له لوړي خوا څخه ویشتل او دکلاله لوړو برخو څخه به یې داسي اوسپنيز ځنځيرونه راځړول چي دهر ځنځير په سر کي به نوښخان وو، د ډيرګرمیدو له امله به یې سرې سکروټي ګرځولی ؤ، چي کله به دمسلمانانو له لښکر څخه یو تن کلا ته  دنژدې کیدلو او یا ورختلو تکل وکړ دوی به هغه  ورپکښي ښخ  کړ او پورته لورته به یې کش کړ بدن  به یې  وسوځيد غوښي به یې راتوی او روح به یې والوت.

مسلمانان ډير په تنګ شول، په ډير عجزه سره یې له خدای ﷻ څخه دا سوال  کاوه  چي دوی ته د خلاصون لاره پیدا کړي، د ده  او د دوی  دګډو دښمنانو په وړاندي یې بریالي کړي.

په داسي حال کي چي ابو موسی اشعري رضی الله عنه د تستر  د ستر دیوال د پايمال  کولو او تر ور تیریدلو  په اړه په داسي حال کي فکر کاوه چي دهغه له نړولو ناهيلی ؤ، مخ ته یې یوغشی  دکلا له لوري  راولويد چي ورته ویې کتل په هغه کي یو ليک ؤ چي پکښي ليکلي ؤ: مسلمانانو زه په تاسو باور لرم، زه له تاسو څخه دخپل ځان،مال، اهل او د هر هغه چا په اړه امان غواړم چي زما تابع دي، زه به د امان په بدل کی تاسوته دا وکړم چي همدې ښار ته دننوتلو منفذ به درته وښيم .

ابوموسی أشعري رضی الله عنه د غشي څښتن ته امان وليکي او بیرته یې دغشي په توسط ور وغورځاوه.
د دې سړي  د مسلمانانو په امان له دې امله باور شو چي ده ته څرګنده وه چي دوی دژمني خلاف قدم نه اخلي اوپه وعده وفا کوي، دشپې دتیارو په وزرو کي دوی ته راغلی او أبوموسی أشعري رضی الله عنه یې په حقائقو وپوهاوه، ورته ویې ویل : موږ د همدې قوم له مخورو او منل شويو څيرو څخه یو، هرمزان زما مشر ورور قتل کړ، د هغه  پر اهل  او مال یې تجاوز وکړ، ماته یې هم زړه خوړين  دی زه هم له ده څخه پر مال او اولاد باندي د ډاډ احساس نه کوم .

ستاسوعدل مي د ده تر جبر او استبداد، ستاسو وفا مي د ده ترغدر غوره وباله او دا مي وپتېيله چي تاسو ته به هغه پټ منفذ درښييم چي تاسو تستر ته پرې داخل شئ ،ماته یو داسي څوک راکړه چي په پوهه او زړورتیا موصوف وي، له دې سره یې لامبوهم زده وی ترڅو زه هغه لاره ورته وښايم .

أبوموسی أشعري رضی الله عنه مجزأة بن ثور السدوسي رضی الله عنه را وبلی اوپټه خبره یې ورته وکړه ورته  ویې ویل : ستا د قوم یو داسي کس زما د مرستي لپاره وټاکه چي عقل، زړورتیا او لامبویې ټول زده وي .

مجزأة ورته وویل : ای امیره! داکس ما وګرځوه!
أبوموسی أشعري رضی الله عنه ورته وویل : که ستا چیري زړه وي؛ نو دخدای ﷻ  د نامه په يادولو سره په کار لاس پوري کړه .

وروسته یې داسي وصيت ورته وکړ چي لاره سمه  ځان ته معلومه کړه، دروازه  سمه په نښه، د هرمزان دځان لوري په ګوته او د ده انځور ګري پوره وکړه او بل دا چي داخبره هيچاته ونه کړې .

دشپې دتیارې  په تورو وزرو کي مجزأة او د ده فارسي لارښود ولاړل، دی یې تر مځکه لاندي په یو داسي سوري ننه ایست چي نهر او ښار ګوټی  یې سره نښلوی، هغه سوری به کله دومره آزاد شو چي په اوبو کي به یې دوی ډوب شول اوپه پښوبه تلل اوبل ځل به بیرته تنګ شو او پراوبو به په لامبوتلل، کله به کوږ اوږ  او لاري، لاري شو او بیابه بیرته سیده شو، دوی همداسي په کړاوونوکي تلل آن چی هغه سوري ته ورسیدل چي ښار ته ور وتلی ؤ.

نوموړي ته یې د ده د ورور قاتل هرمزان او هغه ځای وروښود چی ده ځان پکښي خوندي کاوه.

مجزأة چی کله  هرمزان وليد دا قصد یې وکړ چي په ستوني کي یې په غشي وولي، خو سمدستي یې د أبوموسی هغه وصیت وریاد شو چي باید په دې کار باندي څوک درڅخه خبر نه شي او بيرته یې له خپلي سوچ  کړې خبري لاس واخیست، د سهار تر روښنايي وړاندي له هغه ځایه بیرته راستون شو چي ورغلی ؤ.

أبوموسی دمسلمانانو له لښکر څخه درې سوه زړور، غښتلي، صابرين اوپه لامبو وهلو کي ماهر أشخاص انتخاب کړل، د دوی امیر یې مجزأة بن ثور وټاکی  نور یې رخصت کړ او وصيت یې ورته وکړ… د مسلمانانو دمرستي غوښتلو لپاره یې تکبیر شفر وټاکه تر څوپر کلا بريد وکړي .

مجزأة خپل  خلګ  په دې  مامور کړل چي د امکان تر حده خپلي جامې باید سپکي کړئ ترڅویې اوبه تل ته کوز نه کړي، او دایې په ټننګار سره ورته وکړه، چي له تورو پرته به بل څه نه درسره را اخلئ…او دا وصيت  یې ورته وکړ چي  توري به هم تر کالو لاندي پر بدن باندي تړئ! دوی یې دشپې په لومړۍ برخه کي روان کړل.

مجزأة او د ده ننګیالی لښکر دوه ساعته اندازه دهمدې خطير سوري په کږليچو کي مزل وکړ کله به دی او کله به لښکریان ورباندي مخته وو،کله چي هغه منفذ ته ورسیدل چي ښار ګوټي  ته یې لاره کړې  وه مجزأة وليدل چي دوه سوه شل کسان منفذ ورڅخه څټلي او ده ته يوازي اتیا کسان ورپاته دي،څرنګه چي مجزأة  او د ده ملګرو د ښار ګوټي پرمځکه پښې کيښودې سمدستي یې توري له تیکو څخه را وایستلې، د کلا پر ساتونکو یې برید وکړ او توري یې پر سینو ورښخي کړې ورپسې یې د دروازو لورته  په داسي حال کي ورټوپ کړل چي تکبیرونه یې ویل او دروازې یې پرانستلې.

د دوی  داخلي تکبیر د دوی دهغو وروڼو له تکبیره سره همغږی شو چي تر کلا دباندي وو، دسهار خوا نژدې وه چي مسلمانانو پر کلابرید وکړ، د دوی او دخدای جل جلاله د دښمنانو تر منځ داسي خونړۍ او انسان خوړونکې جګړه  پيل شوه چي ډير لږ به د جنګونو تاريخ  د داسي ډاروونکي، هيبتي او انسان خوړونکي جګړې شاهد وي .

جګړه لاښه ګرمه او پر پښو ولاړه وه چي مجزأة  هرمزان په خپله ساحه کي وليد، د ده لورته ورغلی، د توري له وار سره یې برید ورباندي وکړ د سترګو په رپ کي یې د سیالانو دجګړې څپو دی دکتونکو له نظره غائب کړ، وروسته بیا څرګنده شوه چي مجزأة بريد ورباندي وکړ.

مجزأة رضی الله عنه او هرمزان  دواړو یو پربل د تورو بریدونه وکړل، خو د هرمزان توره په هدف ولګیده… ستر اتل، بريد کوونکی، زړور جنګيالی دجګړې په ډګر کي په داسي وخت کي راولويد چی سترګي یې دهغه څه په اړه يخي وې چی خدای ﷻ د ده په لاس باندي مسلمانانو ته ورپه  برخه کړی وو.

دمسلمانانو لښکر جنګ ته دوام ورکړ چی په نتیجه کی يی خدای ﷻ  د دوي په لاسونو فتحه راوستله او هرمزان د دوی په لاسونو کي اسیرشو.

زیري کوونکي  په داسي حال کي مدینې ته ولاړل چي فاروق رضی الله عنه ته یې د فتحي زیري ور وړل، هر مزان یې له مخه په داسي ډول کشاوه چي په جواهرو جوړ شاهي تاج یې پر سر ؤ او پر اوږو یې چپنه وه چي  دسرو زرو په تار جوړه شوې وه، تر څو یې خلیفه وویني خو زیري کوونکي له دې سره یو ګرم او درد وونکي خبر هم له ځان سره دخليفه لپاره درلود چي هغه د پياوړي سپور  او اتل مجزأة  د مړيني خبر ؤ،«لوی څښتن دي د ده برکت پر همدې ویر لړلي او له جهاده متقاعد امت باندي کښيږدي  ترڅو د ده لاره خپله او د دښمن  په وړاندي کلک ودريږي ، ژباړن».



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.