
د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې غونډه وشوه
نن ټکی آسیا: همدا شېبه د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې مطبوعاتي کنفرانس پای ته ورسېد.
د جبهې مشر انجينير احمد شاه احمدزي، د رهبري هيئت غړي حاجي فريد او وياند يې وحيد مژده وينا وکړه او خپل پخوانی نظر يې تاييد کړ. دوی يو وار بيا تاکيد وکړ چې ټاکنې د حل لار نه ده، ځکه خو د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي.
انجنير احمد شاه احمدزي هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې ده له کوم ځانګړي کانديډ ملاتړ کړی.
د غونډې په پای د جبهې وياند وحيد مژده د جبهې اعلاميه وويله او د ژورنالېستانو له پوښتنو وروسته غونډه پای ته ورسېده.