نظــر

بېواكه ارګ

عزيز چوپان

تر دوو مياشتو وړاندې د ارګ او جمعيت اسلامي ترمنځ يو لړ بحثونه وشول، د جمعيت خوا له حكومته د يو لړ امتيازاتو غوښتنه درلوده، دا پر هغو امتيازاتو سربېره وو چې جمعيت په حكومت كې درلودل. باخبره سرچينې وايي چې په دې اړه يو څه توافق هم شوى و؛ خو ارګ يې په مقابل كې د بلخ له ولايته د عطا نور استعفى غوښته؛ خو ولسمشر غني پر دې بې باوره و چې د امتيازاتو له وركولو سره دې عطا دې ته چمتو شي چې د بلخ له ولايته استعفى وكړي او خپله دا اندېښنه يې عطا ته څرګنده هم كړه؛ خو دا استعفى مشروطه وه، يعنې لومړى به ارګ له جمعيت سره خپلې ژمنې پوره كوي، بيا به د عطا استعفى مني. په دې لړ كې، مناسبات بېرته خړپړ شول او ارګ هغه ژمنې عملي نه كړې چې له جمعيت اسلامي سره يې كړې وې او په مقابل كې يې په يو اړخيزه توګه د عطا هغه ليكلې اسعتفى منظوره كړه.

كله چې عطا له دې خبرې خبر شو؛ نو پښې يې ټينګې كړې او ارګ و نه كړاى شو چې خپل نوى ټاكلى والي بلخ ته واستوي، خبره همداسې ګونګه پاتې شوه. ما پخپله د دولت له يوه لوړ پوړي مقامه واورېدل چې ولسمشر د عطا په لرې كولو كې جدي تصميم لري او وايي چې هر چه باداباد؛ خو د غني په تصميم كې هغه مهال فتور راغى چې امريكايانو جمعيت ته هم وويل چې دا ستاسې كورنۍ مسأله ده او پخپله يې په سوله ييزه توګه حل كړئ او موږ پكې مداخله نه كوو او حكومت ته يې هم دا توصيه وكړه چې موضوع په سوله ييزه توګه حل كړي. كوم اقدامات چې حكومت وكړل هغه بې نتيجې پاتې شول، اوس فقط يوه لاره پاتې كېږي چې هغه نظامي لاره ده؛ نو د نظامي لارې موافقه خو ورسره امريكايان نه كوي لكه چې و يې نه كړه او له بلې خوا د خپرو شويو خبرونو پر بنياد چې حكومت پر خپلو امنيتي ځواكونو هم دومره باور نه لري چې د عطا پر خلاف يې قومانده كړي، هغوى به دا كار وكړي، بيا خو په هغه حالت كې ولسمشر بله هېڅ لاره نه لري پرته له دې چې د خپل پت د ساتلو له پاره استعفى وكړي، حال دا چې ولسمشر خو هېڅكله هم دې كار ته نه دى چمتو؛ بلكې د راتلونكې دورې كانديد هم دى او د همدې كار له پاره يې سر له اوسه كوښښونه شروع كړي او ان چې د خپرو شويو خبرونو پر اساس امريكا وغوښتل چې يوه قيادي شورا جوړه كړي او له دې لارې د اوسني حكومت عمر د يوې بلې دورې له پاره وغزوي؛ خو په دې اړه چې خصوصاً يو شمېر جهادي او سياسي ګوندونو خپل نظر څرګند كړ، دا خبره يې رد كړه او ټول د شفافو ولسمشريزو انتخاباتو غوښتونكي شول. په 96/11/28 نېټه چې په ارګ كې د روسانو د وتلو د ورځې د نمانځنې په مناسبت كومه غونډه جوړه شوې ده، هلته ښاغلي حكمتيار پر انتخاباتو ډېر ټينګار وكړ او وې ويل چې راځئ د شفافو انتخاباتو په وسيله خپلو ټولو اوسنيو ستونزو ته د پاى ټكى كېدو او ولمشر غني هم د شفافو انتخاباتو ژمنه وكړه. وګورو چې حكومت څومره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

په 96/11/28 نېټه رسنيو د پنځو واليانو د ادلون بدلون او نويو ټاكنو خبر هم خپور كړ. په دې واليانو كې يو د سمنګان والي ښاغلي عبدالكريم خدام هم و چې له قومي پلوه د تركمنو په شريف قوم او د حزبي تړاو له پلوه په جهادي ګوند جمعيت اسلامي پورې تړاو لري.

حكومت د هغه پر ځاى ښاغلى عبداللطيف ابراهيمي د سمنګان د والي په توګه اعلان كړ. ابراهيمي په قوم ازبك او پخواني ګوندي تړاو يې په حزب اسلامي پورې دى، كه څه هم هغه وروسته له جنبش سره هم عليك سليك شروع كړ او اوس نپوهېږو چې په غوڅه توګه له چا سره دى. د سمنګان والي ښاغلي خدام د بلخ د والي پر پله پل كېښود او اعلان يې وكړ چې ارګ زما د لرې كولو صلاحيت نه لري، زما په باب به د تركمنو قوم او جمعيت اسلامي تصميم نيسي.

د جمعيت اسلامي مشران ښاغلي صلاح الدين رباني هم اعلان كړه چې جمعيت اسلامي به ژر د ښاغلي خدام د عزل او د سمنګان د نوي والي په توګه د ابراهيمي د تقرر په اړه خپل دريځ اعلان كړي چې دا اعلان يې رسنيو خپور كړ او د خدام د دريځ تأييد وكړ؛ خو پرون د سمنګان نوى والي په ولايت ور دننه شو او خدام د سولې د عالي شورا مرستيال وټاكل شو چې تر ده د مخه د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم پرته له دې چې په باب يې كوم اقدام وشي ورته څرګندونې وكړې چې ارګ يې نه شي لرې كولاى؛ بلكې د كندهار مشران به يې په باب تصميم نيسي.

اوس ولسمشر ته هېڅ داسې لاره نه ده پاتې چې ولس پرې قانع كړاى شي؛ ځكه د حكومت يا ارګ پر وړاندې بغاوت اوس پر يوه ساسي فرهنګ د بدليدو په درشل كې دى چې شروع يې عطا نور وكړه او اوس يې دا ده لمن ورو ورو غځول كېږي. اوس پوښتنه دا ده چې دغسې يوه بېواكه ولسمشر ته څه پت پاتې كېږي، چې نه خپل يو والي لرې كولاى شي او نه هم خپل يو قوماندان او ټولو يې پر وړاندې د خپلې بغاوت تورې له تېكو را اېستي او ولسمشر يې پر وړاندې چوپه خوله دى. دا د اشرف غني نه؛ د يوه ولسمشر د عزت او ابرو خبره ده، كله چې يو ولسمشر دومره بېواكه او دومره بې اعتباره شي، بيا نو هسې په ارګ كې كښېناستل او ځانته ولسمشر ويل څه معنا لري.

پر دې سربېره د اجرائيه رئيس او ولسمشر مناسبات هم پوره خراب شوي دي. يو خو د عطا په لرې كولو كې لويه مشوره د اجرائيه رئيس وه او په حقيقت كې دا ډاكتر عبدا… و چې ولسمشر او عطا يې د ټكر پر پوله ودرول. جمعيت اسلامي هم د عطا تر شا ولاړ دى، نه د ډاكتر عبدا… چې په حقيقت كې نور د عبدا… او جمعيت اسلامي لار جلا شوې ده، نور به ښايي عبدا… د جمعيت له ملاتړه برخمن نه وي.

اوسنى كشمكش دا جوتوي چې افغانستان يوه نوي سياسي بحران ته ورټيل وهل كېږي؛ له يوې خوا بهرنۍ مداخلې، د طالب او داعش ګورني جنګونه او له بلې خوا د حكومت تر زنې لاندې نوي پيل شوي كمشكشونه. ولسمشر بايد تر ټولو د مخه هم له خپلو كورنيو ملګرو سره مشوره وكړي او هم له خپلو بهرنيو ملګرو سره چې د افغانستان ولسمشري په دغسې توګه پر مخ نه شي بېول كېداى؛ ځكه دغسې ولسمشرۍ ته نوره هېڅ ابرو نه ده پاتې، دا چې ارګ يې په اړه سترګې پټوي فكر كوم دا هم د توجيه وړ نه ده؛ د وزير، والي، قوماندان، سفيرانو او نورو د تقرر صلاحيت له ولسمشر سره دى او دا صلاحيت قانون وركړي. د بريښنايي تذكرو په اړه را ولاړ شوى اختلاف كه څه هم نوى نه دى يوه بله ستونزه ده.

ولسمشر نه د دغو ستونزو د حل له پاره كومه معقوله تګلاره لري او نه هم هغسې زور چې بايد پخپل زور سره قانون پر كرسۍ كښېنوي؛ دا ځكه چې ولسمشر پخپله په خپل لومړني ګام كې د اساسي قانون پښتۍ ماتې كړې؛ ځكه ملي وحدت حكومت اصلاً په اساسي قانون كې نشته او ولسمشر د قانون د تعديل صلاحيت نه لري؛ بلكې دا صلاحيت د لويې جرګې دى چې د لويې جرګې د نوم په اورېدو سره هم د ولسمشر پر زړه ساړه ننوځي.

ویسا ورځپاڼې څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x