نړۍ

هند کې سخت دريځي هندوان د سهار پر اذان د بنديز غوښتنه کوي

نن ټکی اسيا: هندوستان کې د سخت دريځو هندوانو واک ته د رسيدو ايله دوه ورځې وشوې، چې د هندوستان اوپکو هندوانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د مسلمانانو د سهار پر اذان دې بنديز ولګول شي.
د هندوستان مينګولور ايالت کې ګڼو هندو سخت دريځو ګوندونو د حکومتي دفترونو مخې ته لاريونونه پيل کړي او له حکومته غواړي، چې ټول هندوستان کې دې د سهار پر اذان بنديز ولګول شي.

د “وجې يلاکاشمې” په نوم يو سخت دريځي هندو مشر لاريونکوونکو ته په خپله وينا کې و ويل، چې يو ځانګړي مذهب به هيڅکله اجازه ورنکړي، چې د نورو خلکو خوبونه ورخراب کړي.
د يادونې وړ ده، چې لاريون کوونکي جي پي جي بهارتيه جنتا پارټي پورې تړلي خلک دي او له خپل نوي حکومته غوښته کوي، چې د سهار پر اذان دې بنديز ولګوي.
د هندوستان نوی لومړی وزير نريندرا مودي ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د کجرات ايالت اعلی وزير و.
په دغه وخت کې د ګجرات ايالت احمد اباد کې د ده په لمڅون او ملاتړ د مسلمانانو پر خلاف ډېر ظلم و زياتی وشو. سلګونو کورنه او جوماتونه يې وسوځول شول او شاوخوا دوه زره مسلمانان يې و وژل.
اوس همدغه سخت دريځی مودي واک ورسيد نو اورپکي هندوان غواړي يو ځل بيا ټول هندوستان کې د مسلمانانو پر خلاف تاوتريخوالی پيل کړي او لومړی ګام يې ټول هند کې د مسلمانانو د سهار پر اذان د بنديز غوښتنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x