د زړه ناروغۍ پنځه نښې چې باید جدي وګڼل شي

ترتیب او لنډیز: نن ټکی اسیا

ښځې په عام ډول د زړه ناروغیو سره ډیرې مخ کیږي، په امریکا کې د زړه ناروغۍ وقایې مرکز وایي چې همدغه ددوی د مړې کېدو اصلي لامل دی، ځکه چې په نړۍ کې پر هر څلورو ښځو کې یې یوه د زړه ناروغۍ له امله مړه کیږي، او له دوی څخه یې یوازې ۵۴ سلنه دې پيښو ته متوجه شوې دي، همدا ډول دغه محاسبه د ناروینوو لپاره هم مصداق کوي.

د زړه ناروغي څه ته وایي؟ د زړه ناروغۍ ټولو هغه ناروغیو ته ویل کٻږي چې په زړه پورې اړوندې وي، نه یوازې د زړه په سکتې پورې.

د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا موسسې رئیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اٻښودونکی ډاکر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغۍ په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغۍ یې هم په بٻل بٻل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.

د زړه اړوند ناروغۍ چې د زړه حملې لامل کیږي لاندې وړاندې کوو، ځکه چې کله انسان ډول ډول ناروغۍ لري خو دېته یې پام نه وي چې د زړه ناروغۍ دي، او په پای کې پرې د زړه حمله راشي.

ساه لنډي:

په ښځو کې ساه لنډي د زړه د ناروغۍ نښه ده، ځینې وخت ساه لنډي په تنفسي سیستم کې د ستونزې له کبله وي، چې د حل لپاره یې باید ورزش وشي، خو که د هوا یخوالي له کبله وي، باید د الرژۍ ټابلیټ وخوړل شي، خو که داسې نه وي بیا د زړه ناروغۍ نښه کٻدای شي، ډاکر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه اصلي دنده د وینې په وسیله د اکسٻجن رسول دي، خو د اکسیجن نه رسولو په صورت کې مانا داده چې زړه له ستونزې سره مخ شوی دی.

د زړه د ناروغۍ پر مهال تنفسي ستونزې دومره ډٻرٻږي، چې ان سړی نه شي کولی وغځٻږي، د زړه ناروغي د بدن غړو ته د اکسٻجن رسٻدل ستونزمنوي، که تاسو هم په ساه اخیستو کې ستونزه لرئ او دغه ستونزه مو د الرژۍ له کبله نه وي، ښه ده چې له اړوند ډاکر سره مشوره وکړئ.

د سینې په قفس کې د دروندوالي احساس:

د سینې په قفس کې دروندوالی، چې د انژین په نوم هم یادٻږي او ورسره ساه لنډي وي، د زړه ناروغۍ اصلي نښې بلل کٻږي، ډٻری ښځې داسې احساس کوي چې پر سینه یې دروند شی اٻښودل شوی او یا یې په معده کې شته خواړه هضم شوي نه دي، که له دې ډول پٻښې سره مخ شوئ او ښه پوه وئ چې لامل یې بل څه نه شي کٻدای، نو ژر تر ژره ډاکر ته مراجعه وکړئ.

د بدن په غړو کې ناڅاپي دردونه:

په ښځو کې د نس درد، د زړه د ناروغۍ لامل کٻدای شي، ډاکر سوزان شتاینباوم وایي، ډٻری هغه ښځې چې د زړه پر ناروغۍ اخته وي، د سینې په قفس کې نه، بلکې په نس کې درد احساسوي، همدا راز د زړه پر ناروغ اخته ښځې ډٻر کله په ژامو او غاړه کې هم دردونه احساسوي، که مٻرمنې پوهې شي چې د نس درد یې د میاشتنۍ ناروغۍ او یا هم په کولمو کې نه دی او ناڅاپي ورته پیدا شوی، هرو مرو دې ډاکر ته د معاینې لپاره ورشي.

د لاسونو او پښو ویده کٻدل:

د لاسونو او پښو وٻده کٻدل، کرختٻدل، یخٻدل او ورسره درد، ددې نښه ده چې د بدن دې برخې ته په سم ډول اکسٻجن نه رسٻږي، د وخت په تٻرٻدو سره دې برخو ته د اکسٻجن نه رسٻدل اعصابو ته زیان رسوي، په اصل کې په لاسونو او پښو کې چې تاسو هر ډول حس لرئ، د اعصابو له سلامتیا سره اړیکه لري، که پوه شئ چې د لاسونو او پښو کرختي مو کومه بله توجیه نه لري، نو پوه شئ چې ستونزه مو په زړه کې ده.

د زړه ټکان:

ایا تر اوسه مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی؟ که یې ناڅاپه ټکان کړی وي مانا یې داده چې یا وٻرٻدلي یئ او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوئ، دغه څه په ډٻرې اسانئ سره حس کٻدای شي، ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډٻری مراجعین یې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پٻښې سره مخ کٻږي او ډٻر دوام هم نه کوي، دغه پٻښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټریس له کبله وي، خو که دغه څه له دریو دقیقو ډیر دوام وکړي او پورته ذکر شوي شیان یې هم لامل نه وي، نو غوره ده چې له ډاکټر سره پرې هرو مرو مشوره وشي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننۍ

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د