افغانستان

د وروستیو پېښو په باب د «ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالف جبهې» مطبوعاتي خبرپاڼه

بسم الله الرحمن الرحیم

له هغې راهیسې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندو د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسېد، څرګنده وه، چې کار داسې پلان شوی و، چې ټاکنې دویم دور ته یوړل شي. په دویم پړاو کې هم ټاکنې د قوم پر بنسټ ترسره شي او په دې ترتیب سره افغانستان له دوه ټوټې کېدو او قومي تاوتریخوالي او ملت له اختلاف او مصیبت سره مخ شي. د ټاکنو لومړی پړاو پای ته ورسېد.

سره له پراخو درغلیو، بهرنیانو په افغانستان کې هېچا ته، ان نوماندو ته چې د دوی خپل ول، اجازه ورنه کړه چې د درغلۍ پر ضد د اعتراض ږغ پورته کړي. یوازې یو ځل د یوه نوماند مرستیال د ټاکنو کمېسیون دارلانشا تورنه کړه، چې له یوه ځانګړي نومانده ملاتړ کوي او د خلکو پر رایو د سترګې پټولو له لارې يې ټاکنې دوم دور ته یوړې. د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې، چې له مخکې یې د دغسې یو حالت وړاندوینه کړې وه، په پېل کې وویل چې په ټاکنو کې به برخه وانه خلي او له هېڅ اړخه به ملاتړ هم ونه کړي؛ ځکه ټول نوماندان له امریکا سره د امنیتي سند د لاسلیکېدو پلوي او په پایله کې د جګړې د غزېدا طرفدار وو.

زموږ دلیل دا و، چې د بهرنیو ځواکونو د شتون او د جګړې د دوام په صورت کې، ټاکنې د افغانستان ستونزه به نه یوازې دا چې حل نه کړي، بلکې مشکلات به لا زیات کړي. اوس چې تمه ده د ټاکنو دویم دور ترسره شي، موږ یو ځل بیا سره له دې چې پر خپل پخواني دریځ، یعنې ناپېيلتوب او له ځانګړي نومانده د نه ملاتړ پر موقف ټینګار کوو، روغه جوړه او سوله د هېواد له ستونزو د وتلو یوازیني لار ګڼو. موږ له ټاکنیزو رقیبانو هم هیله کوو، چې قومي شعارونه واک ته د رسېدو وسیله نه کړي او دغه ډول جاهلي تمایلاتو ته په لمن وهلو سره د ولس د وېشاک په لور ګام وانه خلي.

پای

د ملي یووالي او له بهرنیو اډو سره د مخالف جبهه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x