سویلي افریقا هند ته په دویمه شل اوریزو لوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳ کب، ۱۳۹۶ل): د سویلي افریقا او هند تر منځ په دویمه شل اوریزو لوبو کې سویلي افریقا هند لوبدلې ته د ۶ ویکټو او ۸ توپونو په توپير ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او هند ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، د هند لوبډله په لومړي کې له ستونزو سره مخ شوه چې د روهیټ شرما او ویرات کوهلي ویکټې یې زر له لاسه ورکړې، خو په پای کې منیش پانډې او ایم ایس ډهوني غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ستره ملګرتیا یې ترسره کړه چې د هند ټولې منډې یې په شل اورونو کې ۱۸۸ ته ورسولې.

دوی په اخري لس اورونو کې د یوې ویکټې په سوځېدلو سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې، ډهوني د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۲۸ توپونو ۵۴ منډې او منیش پانډې ۷۹ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لخوا ټاکل شوی هدف د لوبډلمشر جی پي ډومیني په زړه پورې شپږیزې سره ۸ توپونه وړاندې ترسره شو، ددوی لخوا کلاسن چټکه لوبه ترسره کړه، نوموړي د ۷ سترو شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته په ۳۰ کمو توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، همدا ډول ډومیني مسؤولانه لوبه ترسره کړه، او ۶۴ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

د هند لخوا سوکه توپ اچونکي یوزویندرا چیهل زیاتې منډې ورکړې، نوموړي په ۴ اورونو کې په ۱۶ لوړ اوسط سره ۶۴ منډې ورکړې او کومه ویکټه یې هم ترلاسه نه کړه.

د یادونې وړ ده چې په لومړۍ شل اوریزو لوبه کې هند سویلي افریقا ته د ۲۸ مندو په توپیر ماتې ورکړه وه، چې ددې لړیو درېیمه سیالۍ او پایلوبه به په ۲۴ فرورۍ په کیپ ټاون کې ترسره کیږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د