fbpx
naseehat

نصیحت

حفیظ الدین پیرزادہ

کامیابي دې په تقوی پورې تړ‎لې
پام چې سپینې جامې تورې در نه، نه شي

په کفارو دې حملې منم زمریه!
خو د وطن پیغلې سرتورې در نه، نه شي

د خپل پلار نیکه د ویاړ‎ شملې دې ساته!
ګوډاګی نه شې، نسکورې در نه، نه شي

ستا دریځ چې په اسلام باندې ولاړ‎ دی
په تطمیع کې په بل لوري در نه، نه شي

په غیرت مو چې مور ګانې افتخار کړ‎ي
د وطن میندې کوز ګورې در نه، نه شي

ھیواد مشرہ! د وړ‎و خویونه پریږ‎دہ
ته ماشوم نه یې، خاپوړ‎ې در نه، نه شي

ارګبکیانو لاړ‎ شئ! نوې ټاپې راوړ‎ئ!
په دلیل خبرې نورې در نه، نه شي
_______________

د فبرورۍ ۱۲/ ۲۰۱۸م
ستاکھولم سویدن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د