fbpx

ايا موږ له مورنۍ ژبې سره مورنۍ مينه کړې؟

س ، سيرت

د کب دمياشتې دوه يمه او دفبرورى ٢١ مه په نړيواله کچه دمورنۍ ژبې ورځ ده چې دنړۍ په ټولو هېوادونو کې هغه زده کوونکي چې په مورنۍ ژبه ورته دزده کړې حق نه ورکول کيږي لاريونه کوي څو دلاريونونو په کولو او په نړيواله کچه خپل غږ پورته کولو سره په مورنۍ ژبې دزده کړى حق ترلاسه کړي .

افغانستان هم دهغه هېوادونو څخه شمېرل کيږي چې دپښتنو داکثريت په حساب ورته په زده کړه کې په پښتو ژبه حق نه دى ورکړل شوى که څه ه پښتنو واکمنو په هره دور کې دپښتو ژبې په اړه ځان دپښتنو له شميره استلى ځکه خو پښتانه چې د افغانستان اکثريت تشکيلوي له پوره حقه محروم ساتل شويدي .

په افغانستان کې که په پښتو مورنۍ ژبې ته پوره حق ورکړل شي او دپښتنو بچيانو لومړنۍ زده کړې په پښتو شي دهرې ژبې ويونکو ته به هم دخپلو مورنيو ژبو حق په لاس ورشي.

په اصل کې دپښتنو سره تل دتعصب له مخې کار اخيستل شويدى سره لدې چې غير پښتانه ئې په اکثريت قانع دي خو چې کله هم په حکومت کې يې واک ترلاسه کړيدى پښتانه بچيان ئې دخپلې مورنۍ ژبې له حقه محروم کړيدي .

په افغانستان کې پښتانه واکمن شويدي خو دتېرو پښتنو واکمنو په څير دپښتو په ويلو او ليکلو شرميږي . هغه چې په خټه سوچه پښتنه وو پښتو ئې نه ويله دهغوى پښتو نه ويلو واکمنو دبې غورۍ نتيجه ده چې نن ورځ په افغانستان کې دپښتنو بچيان په مورنۍ ژبه له زده کړې محروم دي.

که مونږ په افغانستان کې د تېر او موجوده نظام اداري تشکيل ته پام وکړو د ادارو اکثريت رئيسان ، مديران او نور کار کوونکي غير پښتانه تشکيلوي . په بهرنيو هېوادونو کې دافغانستان نمايندګان غير پښتانه دي او موجوده واکمن دافغانيت نه بلکې دژبې ، سيمي او ملت په اساس دافغانستان په داخل کې غير پښتانه په لوړو پوستونو ګماري .

که په مورنۍ ژبه پښتنو پچيانو ته نه زده کړي حق ورکړل شوى وائې تر لوړو زده کړو پورې به ئې تعليمي کچه لوړه شوى وائې، په پوهنځيو ، پوهنتونو او ټولو لوړو تحصيلاتو کې به پښتنو بچيانو دخپل اکثريت په تناسب ونډه ترلاسه کړې وائې، دا چې له هېواده بهر بورسونه ته غير پښتانه معرفي کيږي يا ازموينو کې پښتانه ګټي نشي ترلاسه کولاى په اصل کې دپښتنو بچيانو سره په لومړيو زده کړو کې تعصب شويدى ځکه لوړو زده کړو پورې لار نه شي موندلاى. .

دافغانستان په اساسي قانون کې د ١٦ مې مادي په اساس پښتو ، دري ، ازبکي ، ترکمني ، بلوڅي ، پشه ، نورستاني او پاميرۍ ژبي ته په خپل خپل ځاى حق ورکړل شوى او پښتو ، دري رسمي ژبه بلل شويده خو بيا هم پښتو چې داکثريت پښتنو ژبه ده بچيان ئې دمورنۍ ژبې له حقه محروم پاتي دي.

دمورنۍ ژبې بنسټ چې په ١٩٥٢ کې دبنګله ديش دمحصلينو دغوښتنو ايښودل شويدى او په ملګرو ملتونو کې ئې ١٩٩٩ کې رسميت ومنل شو هر کال په نړيواله کچه مورنۍ ژبې د زده کړي دحق په لاريونو او غونډو نمانځل کيږي چې زده کوونکي ئې په غونډو او ليکوال ئې په ليکنو نمانځي پر مونږ دمورنۍ ژبې سره دميني حق شته خو ورسره ئې پوره کولاى نشو .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سیرت صاحب ! د پشتو ژبی سره ستاسی له خواخوږی څخه مننه کوم مګر : پشتو ژبه د نورو ژبو په شان د افهام او تفهیم تر وسیلی زیات ډیر څه نه دی او په دغه ډول خواخوږیو د پشتنو د پاره د اشغلګرو او استعماری موخو د پاره دشمنان زیږوی د نورو ژبو ویونکو ته هم رقابت له مخی د پشتنو سره دشمنی زیږوی د ژبو جنګ پیل کیږی . ژبه د یو کس یا یو ګروپ په واسطه نه ښکته او نه پورته کیږی . ژبه د وخت د اهل حکومتو په واسیطه د نور سیاینس او تکنالوزی… نور لوستل »

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

قلم دې تاند اوسه اوهر دليل دې د کاڼي کرښه ده، پښتانه په عمومي توګه محرومه ملت دى او ټوله ګنا يې خپله ده، څه سياسي غټ سرو بې واکه بې اختياره کړل څه د دوى بې مسوليته په ويښه ويدو خلکو چې د پاکستاني او ايراني اخوندانو نا مسلمانو فتواو باندې يې خلک تورو کندو ته ورټېل وهل. زه وايم هاغه فتوا او فتواګر دې تبا شي چې ژونديو انسانانو باندې د ژوند لاره تنګوي او په ژوند کې د لا شکر او خوند لپاره د انسانانو د بقا پخاطر فتوا نه ورکوي. الله پاک دې روغتيا د ټولو… نور لوستل »