افغانستان

حاجي فرید: د امریکا تر سیوري لاندې راتلونکې ادراه خپلواکه نه ده

نن ټکی آسیا : پورته خبره نن د (د ملي یووالي او د بهرنیو اډو د مخالفت جبهه) په مطبوعاتي کنفرانس کې د یادې جبهې د رهبرې شورا غړي حاجي فرید وکړله. دغه کنفرانس چې نن په کابل کې د یادې جبهې د ناستو په تالارکې ترسره شو، پر حاجې فرید سربېره د د دې جبهې مشر انجینر احمدشاه احمدزي، د جبهې مرستیال استاد محمد زمان مزمل او د جبهې ویاند وحید مژده لنډې ویناوې واورولې.

یاد کنفرانس د راتلونکو ټاکنو، سوله، بندیان او تړون ترسرلیک لاندې وشو، چې د جبهې د رهبرې شورا له خولې پکې د سولې عالي شورا کمیسیون یوطرفه کمیسیون وګاڼه او په خبره يې دوی د سولې لپاره هلې ځلې نه کوي. حاجي فرید د سولې په بهیر کې د پاکستان خنډونه وغندل او ويې ویل چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا د وروڼو نیول کېدل د سولې لپاره خنډونه راپورته کول دي. دنوموړي په خبره هر جمهور ریس چې له امریکا سره د اډو دورکړې تړون لاسلیکوي دوی ته نه دی منلی.

د جبهې مشر انجینر احمد شاه احمدزي په خپلو خبرو کې د رسنیو هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې نوموړي، شخصاً یا هم د جبهې په استازیتو له کوم مشخص نوماند نه ملاتړ کړی دی. دیادې جبهې ویاند وحید مژده وویل، چې دوی په ټاکنو کې ګډون نه کوي، ځکه چې دا دحل لاره نه ده او له هیڅ نوماند نه ملاتړ اعلانوي او نه يې هم مخالفت کوي. د ناستې په پای کې وحید مژده د دې جبهې اعلاميه ولوسته.

اعلامیه په لاندي ادرس نشر شوې:

http://nunn.asia/index.php/news/afghanistan/11682

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x