افغانستان

د روڼتیا نړیواله اداره: افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا نړیوالې ادارې افغانستان یو ځل بیا د اداري فساد په برخه کې د نړۍ فاسد هېواد بللی، چې تېر کال پکې ډېر فساد شوی دی.

یادې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او سومالیا له افغانستان نه وروسته د نړۍ فاسد هېوادونه یاد شوي.

د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، افغانستان د نړۍ د اداري فساد په برخه کې د ډېرو ککړو هېوادونو په لومړي سر کې دی، خو تېر کال د فساد سره د مبارزې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی؛ بلکې فساد پکې اوج ته رسېدلی دی.

د روڼیتا نړیوالې ادارې په سږني راپور کې پاکستان په ۱۱۷م، ایران ۱۳۰م، تاجکستان ۱۶۱م، ازبکستان ۱۵۷م او ترکمنستان ۱۶۷م شمېرو کې راغلي.

له اداري فساد څخه د پاک هېوادونو په لومړي سر کې دا ځل نیوزیلنډ راغلی، ورپسې ډنمارک، فنلنډ او ناروې یاد شوي، چې په یادو هېوادونو کې د نړۍ کم اداري فساد شوی.

تېر کال افغانستان د اداري فساد په برخه کې ۱۶۹م ځای درلود او ډنمارک د اداري فساد په برخه کې پاک هېواد بلل شوی و؛ خو سږ کال افغانستان ۷ درجې مخکې شوی او څلورم مقام یې ګټلی دی.

د روڼیتا نړیوال سازمان مرکز د جرمني په برلین کې دی، چې هر کال د اداري فساد په برخه کې کلني راپورونه خپروي.

افغانستان هر کال د اداري فساد په برخه کې په لومړیو شمېرو کې راځي.

افغان چارواکي تل د اداري فساد په برخه کې د مبارزې خبره کوي؛ خو افغانستان بیا هم د اداري فساد په برخه کې په لومړیو شمېرو کې راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا ۵۰ ایالات لری هر ایالت یی ځانګړتیاوی لری افغانستان یی ذ نشه توکو نړیوال مارکیت ، ممنوعه وسلو د کارولو نړیوال لابراتوار او د فساد یو پنځوسم ایالت دی غواړی چه په دی اړه نوی څیړنی او ارزونی وکړی مهمه نه ده چه د افغانستان خلکو ته څومره اوسنی یا دایمی راتلونکی ضرر او صدمات رسیږی مهمه داده چه امریکا او ناتو له دی څومره مادی لاسته راوړنی تر لاسه کوی که یی ښه ننتچه ورکړی له دی وروسته په نورو مستعمرو کی به له دی څیړنو او ارزونو کار اخلی یعنی راتلونکی مستعمره هیوادونه به هم د نشه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x