د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان

اردوګان په ترکیه کې د «زنا» پر خلاف غږ پورته کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان ویلي چې هیواد یې باید د «زنا» په اړه بیا پرېکړه وکړي او دغه ناوړه عمل په قانوني توګه جرم وبولي.

نوموړي د ترکیې پارلمان ته په وینا کې وویل: « فکر کوم اوس وخت را رسیدلی چې د زنا په اړه بحث وشي، ځکه چې د اخلاقو په لحاظ اوس زمونږ ټولنه بدله شوې».

نوموړي زیاته کړه: دا یوه زړه او ډېر عامه شوې موضوع ده، باید په اړه یې بحث وشي، مونږ په کال ۲۰۰۴ کې هم په دې اړه د قانون سازي لپاره وړانديز کړی وو، خو هغه وخت په اروپايې اتحادیې کې د ګډون لپاره یې پر ضد پرېکړه وشوه، خو فکر کوم هغه وخت هم خطا وتلي وو».

په کال ۲۰۰۴ کې وروسته تر هغه چې د نوموړي ګوند «عدالت او پرمختګ» د ښاروالۍ په ټاکنو کې ګټونکی شو، وړاندیز یې وکړ چې د ترکیې په قضا کې دي «زنا» جرم وبلل شي، خو هغه مهال یې پر وړاندي سخت غبرګون ښودل شوی و او وړاندیز ونه منل شو.

هغه مهال اروپايي اتحادیې هم اعلان کړی وو چې ددغه سي یوه قانون جوړېدو وروسته به ترکیې ته ستونزمنه وي چې ددغه ټولنې سره یو ځای شي.

ترکیې په تیرو دوو لسیزو کې ډیرې هڅې وکړي چې په اروپايي اتحادیه کې غړیتوب تر لاسه کړي خو تر اوسه هم نه دي توانیدلي، خو په دې وروستیو کې ولسمشر اردوګان د اروپايي اتحادیې د غړیتوب هڅې پریښې او ویلي يې دي چې دا د ترکیې تاریخي غلطي وه.

د یادونې وړ ده، چې په ترکیه کې د سیکولري نظام د حاکمیت له وجې په دغه هیواد کې نارینه او ښځینه ته په یوه توګه زنا قانوني جرم نه بلل کیږي.

رویټرز

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

فکر کوم په نړی واله سطح یوازی همدا اوردوګان پاتی د اسلام د دفاع په خاطر نور خو څوک نشته دانور اسلامی ملکونه خو د امریکا تر اشغال لاندی دی داسی نر پکی نه پیداکیږی چی یو د خیر او فلاح خبر وکړی چی د اسلام ګټه پکی وی یو سعودی عربستان وه هغه هم خپله غلامی په ښکاره توګه د امریکا نه اعلان کړه.