ولي باید نوې جامې تر اغوستلو مخکې ومینځل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ کب، ۱۳۹۶ل): هغه جامې چې له مخکې جوړي شوي وې، باید تر اغوستلو مخکې ومینځل شي، ځکه چې د طب پوهانو په وینا کیدای شي د پوستکې د نارغیو سبب وګرځي.

په امریکا کې د «کولمبیا پوهنتون» له لوري په یوې نوي څېړنې کې ویل شوي چې تر مینځلو مخکې د کالیو اغوستل کیدای شي د پوستکې د مختلفو ناروغیو سبب وګرځي چې په هغو کې د پوستکې سوروالۍ، وړې دانې را ختل، د جراثیمو انتقال او نور امراض شامل دي.
د کولمبیا د پوهنتون یوه استاد «بیلسیتو» ویلي چې کوم جوړ شوي کالي مونږ له مارکیټ نه اخلو، هغه اکثره مخکې مختلفو پيرېدونکو تجربه کړي وي، چې کیدای شي ځیني يې په جلدي ناروغیو اخته وی، ځکه احتیاطا باید نوي کالي تر اغوستلو مخکې ومینځل شي.

د همدې پوهنتون یوې بلې استادي «لیندسي بورډن» ویلي چې تر رانیولو وروسته د کالیو مینځل ډېر مهم دی.

ددې په وینا اکثره مارکیټونه د کالیو واردولو وروسته هغه په یو قسم کیماوي مادو وهي تر څو ګونجي ونه کړي او یا خراب نه شي، خو دغه کیماوي مواد کیدای شي ځینو کسانو ته سخت جلدي ناروغي ور پېښه کړي. او زیاته کړې چې همداسي په کالیو کې کارول شوي رنګونه کیدای شي د ځینو لپاره د حساسیت سبب وګرځي، خو ددې ټولو ستونزو حل تر تجربې مخکې د کالو مینځل دي.

انډیپنډنټ ورځپاڼه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

د نویو کالویو مینځل باید په هغوی غربي ملکونو کي وسي، کوم چي کالي پکښي جوړ خرڅیږي، ځکه ډاکټرانو ویلي دي چي جوړ کالي څوڅو واره تجربه سوي وي ، خو زموږ او ستاسي په هیواد کي خو هر څوک ټوکر رانیسي او بیا یې جوړوي چي مخکي لدې چي دی یې واغوندي هیچا هم نوي اغوستي.