غزني: ده یک کې ۹ اربکیان وژل شوي، دوه یې طالبانو ژوندي بېولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په ده یک ولسوالۍ کې طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۹ اربکیان وژلي او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی، چې ۹ تنه یې وژلي او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي.

دی وايي، په دغه نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه ونه ویل.

د رباط ځايي خلک وايي، چې د جګړې وروسته یې د ۹ اربکیانو جسدونه پاتې وو، دوه یې ژوندي طالبانو بېولي وو او پوستې سقوط هم کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي، چې له دې پوستې یې ډېره اندازه وسله او مهمات هم د دوی لاسونو ته ورغلي دي.

د مجاهد په خبره، د اربکیانو له پوستې یې ۹ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله پیکا، ۱ قبضه راکېټ او نورې سپکې وسلې یې هم وړي دي.

تېره ورځ د غزني د مقُر اربکیانو ګواښ کړی و، که دولت ورته وسله او مهمات ور نه کړي؛ نو خپلې دندې به پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د