افغانستان

پکتیکا: په چهار بران کې د اربکیانو پوسته له منځه تللې

تېره شپه د طالبانو په یوه برید کې د چهاربران ولسوالي د سپینه په کلي د اربکیانو پوسته له منځه وړل شوې ده، په یاده پوسته کې شپاړلس تنه شینواري اربکیان مېشت وو.برید تېره شپه درې بجې پیل او نږدې درې ساعته يې دوام وکړ، چې په پایله کې يې دیارلس اربکیان مړه او درې نور ژوندي نیول شوي دي.پر دې سربېره په وژل شویو کې د یادې پوستې د قوماندان محمد الله هلک علي خان د ولي خان زوی د بهاول لمسی  هم شامل دی.

چې د برید په شپه يې په پوسته کې د نڅا محفل درلود. علي خان تر دې وړاندې په پکتیکا کې د اربکیانو د عمومي قومندان عزیزالله هلک وو، چې  شینواري قومندان د همدې هلک په بدل کې د پوستې ساتنه په ټېکه اخېستې وه.
د عیني شاهدانو له خولې پوسته او د پوستې څنګ ته یو رینجر موټر سوځېدلي دي.
طالبان هم وايي چې د دوی ملګرو تېره شپه په یاده پوسته برید ترسره کړی او ګڼ شمېر مهمات يې نیولي دي، د طالبانو له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: «دبریدونوپه پایله کې ددښمن یوه پوسته په بشپړه توګه فتح   اودقوماندان [محمد الله ] په شمول 13 تنه اربکیان ځای په ځای قتل اودرې نوریې ژوندي ونیول شول. همداراز ددښمن یورینجرموټر ، یوه کرولا ، یوه دهشکه ، 3  پیکا، 8 کلاشنکوفونه ، 8 نارنجک اونورمهمات غنیمت شول.»
د دې پوستې نه نږدې په دوه کیلومترۍ کې د اربکیانو بله پوسته پرته ده، چې د اربکیانو عمومي قومندان عزيزالله د بلې پوستې په نیول کېدو کې دغه پوسته همکاره بللې او د دې پوستې قومندان خاټک نه يې د پېښې سپیناوی غوښتی دی.
یاده دې وي په سیمه کې د اربکیانو اوس یوه پوسته پاتې شوه، چې د سیمې اوسېدونکي يې له چلند وړاندې هم څو ځله تر ولایته پورې د شکایت په خاطر تللي وو، خو چا يې غږنه دی اورېدلی.
د سپینه کلي ته څېرمه په زواکه کې هم د اربکیانو له چلنده یاد کلیوال شکایت کوي او وايي چې  اربکیان يې په کلي کې فحاشۍ، چور چپاول او بدکاریو ته لاره هواروي او له کلي نه يې  نږدې اته تنه قومي مشران له سیمې نه په زور شړلي دي.
د سیمې خلکو د پکتیکا له دولتي چارواکو غوښتي چې د دوی غږ دې واوري، کنه د پوستې برخلیک به د دوی په همکاري د شینوارو د پوستې په څېر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x