fbpx
سرګي لاوروف د روسيې د بهرنيو چار وزیر

روسيه: امریکا بايد په افغانستان کې د ناپېژاندو الوتکو معلومات راکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): روسيې يو ځل بیا خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړې، چې په افغانستان کې د نامعلومو چورلکو او الوتکو په اړه باید معلومات ورکړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان په شمالي ولایتون کې ناپېژاندې الوتکې لیدل کېږي چې دوی ته يې په اړه باید ډاډ او معلومات ورکړل شي.

روسي چارواکو تر دې وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې «یوناما» ته هم خپله غوښتنه لېږلې وه، خو کوم ځواب يې نه دی تر لاسه کړی.

روسیه دعوه کوي چې امریکا د افغانستان په شمال کې داعش وسله وال ځای پر ځای کوي او هغوی ته امکانات ور رسوي.

په ورته وخت کې د امریکا پر ځای د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي روسیه دې په دې تړاو اسناد وړاندې کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، دوی څېړنې کړې خو د دې څرګندونو د اثبات لپاره يې کومه نښه ده پیدا کړې.

هغه ازادي راډيو ته ويلي: «دا یوازې اوازې دي، که څوک سند لري، نو کولی شي چې له افغان حکومت سره يې شریک کړي.»

روسیې تر دې وړاندې هم امریکا په افغانستان کې د داعش په جوړولو او تمویل کې شریکه بللې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د روسانو په شان ډارن او بی غیرته انسانان په نړی کی نشته امریکایانو افغانستان کی مات کړل حتی نوم یی ورله بل کیښود مشران یی ( ګربه چوف ) امریکا کی پناه اخستی ، هماغه امریکا د هماغه روسانو په شان په هماغه ځای کی ښکیل شوه چه پرون روسانو ښکیل شوی وو دا د روسانو د غچ اخستنی د پاره ډیر مناسب وخت وو . بی غیرتو روسانو غج اخستنه خو پریږده د امریکایانو د اشغال وحت کی یی خپل ټول هوایی دګرونه د امریکایی پروازونو د پاره خلاص او دامریکایانو په خدمت کی ورکړی وو اکثریت اکمالات… نور لوستل »